1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورا په برما کي د تشدد ختمیدو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د برما په هکله په خپل اصلأ لومړني پریکړه لیک کي د دغه هیواد د نظامیانو څخه غوښتنه کړې ده چي په ظلم او تشدد باندي نیول سوي اتباع ازاد کړي.

https://p.dw.com/p/4LJfF
Myanmar I Gefechte
انځور: AP/picture alliance

په فیصله کي راغلي چي پر ملکي خلګو باندي حملې باید متوقفي او د بشر حقوق مراعت سي. د بندیانو ازادیدل کیدلای سي د پخوانۍ صدراعظمي، سان سوچي سره هم کومک وکړي.

د سولي د نوبل جایزې دغه ګټونکې په یوه محبس کي کوټه قلفه ده او په تکرار سره باید ورباندي د نوو تورونو د لګیدلو په سبب د محکمې په مخکي جواب ووايي. د دغه پریکړه لیک د تصویبیدو په مقابل کي نه روسیې او نه هم چین د خپل ويټو حق څخه استفاده وکړه.