1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورأ: روسیې د الحاق مسوده ویټو کړه

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورأ کي هغه مسوده ویټو کړه، کومه چي یې د روسیې لخوا داوکرایني سیمو الحاق د بین المللی حقوقو د نقضولو په توګه غندله.

https://p.dw.com/p/4Hd51
UN Sicherheitsrat
انځور: Lev Radin/Pacific Press Agency/IMAGO

د امریکا د متحده ایالاتو او البانیې لخوا وړاندي سوي دغي مسودې ته د شورأ لسو غړو مثبته رایه ورکړه او څلورو هیوادونو لکه هندوستان، چین، برازیل او ګابون مستنکفي رايي ورکړې. اوس به نو دغه مسوده د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د رای ګیري لپاره وړاندي سي، په کومه کي چي هیڅ هیواد د ویټو حق نلري. 
د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین، همدا لږ وخت دمخه د اوکراین لوهانسک، دونیڅک، خِرسون او زاپروژیا الحاق امضأ کړ.