1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا په افغانستان کي د يوناما ماموريت تمديد کړ

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د امنيت شورا غړي په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يومانا د ماموريت غځولو پر سر توافق ته رسېدلي دي. د ديپلوماتانو په حواله چين لومړی د «کمربند او سړک» د طرحې په تړاو له دې ماموریت سره اختلاف ښوولی وو.

https://p.dw.com/p/3PlSE
UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/Photoshot/Li Muzi

د ملگرو ملتونو امنيت شورا تر اوږدو بحثونو وروسته د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال کې د سپتمبر ۱۷ مه نيټه) په افغانستان کې د يوناما ماموريت وغځاوه. د ماموريت مودې تر ختميدو لږ د مخه د امنيت شورا غړيو د راتلونکي کال له پاره د ماموريت د غځيدو مسوده چې آلمان او اندونیزيا جوړه کړې وه، په يوه خوله تصويب کړه.

د يو شمير ديپلوماتانو په حواله چين په اصل کې له پريکړه ليک سره مخالفت ښوولی وو، ځکه چې په مسوده کې د چين د «کمربند او سړک» له پروژې څخه د يوه تعريف وړ اقتصادي ابتکار په توگه يادونه نه وه شوې.

که څه هم چې دغه تجارتي لاره له افغانستانه نه تیريږي خو بيا هم د چين د ويتو امکان موجود وو. په افغانستان کې به د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما ماموريت سه شنبه نيمه شپه پای ته رسېدلی وای.

په ملگرو ملتونو کې د آلمان سفير کرستوف هويسگن وويل چې په نوې مسوده کې به د کوم ځانگړي ابتکار يادونه ونه شي. خو زياته یې کړه چې د افغانستان د ودې له پاره اقتصادي پرمختگ ډېر مهم دی.

په ملگرو ملتونو کې د بريتانيا استازې کارن پيريس د «امنيت شورا د يوه غړي» د مخالفت له کبله د يوې «ستونزمنې پروسې» څخه خبره وکړه. هغې وويل که څه هم چې په پريکړه ليک کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه کلکې ژمې وشوې خو کړکيچ د هواري له پاره د يوه «لا قوي متن» مخه د يوه مقاومت له کبله ونيوله شوه.

د «کمربند او سړک» پروژه لانجمنه ده. چين غواړي د دې ابتکار په ترڅ کې د ميلياردو پېسو په مصرفولو سره سړکونه، د ريل پټلۍ، بندرونه او نورې زیربناوې رامنځته کړي. دغه هيواد په دې توگه غواړي په آسيا کې او تر اروپا، افريقا او لاتين امريکا نوي تجارتي لارې جوړې کړي.

BS/NZ (DPA)