1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا د طالبانو د حجاب فرمان په هکله بحث کوی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو د چادري په هکله د طالبانو پر وروستي فرمان بحث کوي. دغه نوی محدودیت د طالبانو د حاکمیت د لومړنۍ دورې قواعدو ته د هغوی د بیرته ستنیدو نښه ده.

https://p.dw.com/p/4B7nA
Afghanistan | Bedrohung von Kulturschaffenden durch Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په ناروې کې د ملګرو ملتونو ماموریت ويلي دي چې د امنیت شورا په دغه غونډه کې به چې ۱۵ غړي لري، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، ديبورا لاینز هم ګډون کوي.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ناروې ماموریت په غوښتنه د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي تر څو «د بشر حقونو او د ښځو او نجونو پر آزادیو د محدودیتونو ډيریدل» تر بحث لاندې ونیسي.

د طالبانو د حاکمیت په لومړۍ دوره کې چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، ښځې مجبوره وې چې چادري واغوندي، د کار اجازه ېې نه درولوده او ښوونځيو ته له تلو څخه محرومې وي. خو دغې ډلې د تیرکال په اګست کې واک ته تر رسیدلو وروسته ژمنه کوله چې د ښځو حقونه رعایت کوي.

طالبانو په کراتو د دې ژمنه وکړه چې د مارچ مياشتې په وروستیو کې به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي خلاصوي، خو د نوي تعلیمي کال د پيل څخه لږ وروسته ېې د شپږم ټولګي څخه د پورته ښځینه ښوونځيو د تړلو امر صادر کړ. طالبانو ويلي دي چې دغه ښوونځي دې تر هغه وخته چې د شریعت مطابق یوه طرحه جوړيږي، تړلي پاته وي.

خو په دې اوونۍ کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه خپل اوج ته ورسيدل. طالبانو د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې ښځې دې برقع یا چادری واغوندي یا دې خپل مخ پټ کړي او په هغه صورت کې چې ضروري کار ونه لري په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.

د طالبانو په نوي فرمان کې راغلي، که چیري ښځې دغه امر رعایت نه کړي، په هغه صورت کې به ېې پلرونه یا د کورنۍ تر ټولو نژدې نارينه خپلوان احضار کيږي چې حتی د حبس له مجازاتو سره به مخ شي. همدارنګه که د دولت ښځينه کارکوونکې دغه امر نه رعایتوي له دندې به اخرجیږي او د دولت هغه نارینه کارکوونکي به هم له دندو اخراجيږي چې ښځې ېې دغه امر نه رعایت کوي.

د طالبانو دغه فرمان په افغانستان او په نړیواله سطحه د نیوکو څپې راپارولي دي. په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د ښځو له خوا واړه اعتراضونه هم شوي دي. که څه هم په افغانستان کې ښځې د ديني دلایلو پر اساس ټیکري پر سر کوي، خو په ځينو ښارونو کې يوشمېر ښځې خپل مخونه نه پټوي. 

 af/pa/mks/nz (Reuters)