امریکایي سرتیری په وژنو تورنیږي
۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعهدغه امریکایي چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې خبرې کړي دي ویلي دي چې په روبیرت بالز باندې د ۱۷ کسانو د قتل، د ښپږو تنو د وژلو د هڅې د کولو او له پوځي قوانینو څخه د سرغړونې تورونه لګول شوي دي. د نوموړې سرچینې په وینا دغه تورونه به د جمعې په ورځ په رسمي توگه اعلان شي.
دغه ۳۸ کلن سرتیری د دوو ماشومانو پلار دﺉ او د واشنگټن په ایالت کې ئې ژوند کاوه. هغه د مارچ د میاشتې په ۱۱ نیټه د کندهار په په زنگاوات کلي کې ۱۷ ملکې وگړي ووژل. په وژل شوو کسانو کې نهه تنه ماشومان هم شامل ول. بالز د دغو کسانو تر وژلو وروسته د هغوی له ډلې څخه د څو تنو جسدونو ته اور هم ورته کړی وو.
پر بالز لگول شوي تورنه به هغه ته د کنساس په یوه پوځي زندان کې واورول شي چیرې چې هغه له یوې اوونۍ راهیسې بندي دئ. هغه به په لومړی د یوې پوځي محکمې له لوري محاکمه شي.
امریکایي چارواکو لومړی پر بالز باندې د ۱۶ تنو ملکي کسانو د وژنې شک کړی وو چې په هغې کې ۹ تنه ماشومان او ۷ تنه لویان شامل ول. خو د پنجشنبې په ورځ بالز د ۱۷ کسانو د وژلو په تور تورنیږي. په دې اړه وضاحت نه دئ ورکړل شوی چې د وژلو شوو کسانو شمیر ولې ۱۷ تنو ته لوړ شوی دئ.
د بالز مدافع وکیل جان هینري براوني، ویلي دي چې هغه د دې تورونو په اړه کومه تبصره نه شي کولای ځکه چې هغه ته لا په رسمي توگه د دې تورونو په اړه څه نه دي ویل شوي. د هغه په وینا هغه د پنجشنبې په ورځ له څارنوالانو سره خبري کړي دي او هغوی ویلي دي چې دغه تورونه به په رسمي توگه د جمعې په ورځ اعلان شي.
په نوموړې پيښه کې د ملکي کسانو وژنط د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ اړیکو ته تاوان اړولی دئ. تر دې مخکې د بگرام په پوځي اډه کې د امریکایي سرتیرو له خوا د قران شریف د سوځولو پېښه د دې لامل شوه چې په افغانستان کې خونړۍ مظاهرې وشي.
په عینې وخت کې افغان طالبانو د جمعې په ورځ ویلي دي چې هغوي د امریکایانو له لوري د نوموړي سرتیري پر محاکمه کیدو باندې باور نه لري.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري آژانس ته له یوه نامعلوم ځای څخه د تلیفون پر کرښه ویلي دي چې دا یو پلان شوی کار وو او دوی به په افغانستان کې له میشتو امریکایي سرتیرو څخه د دې غچ واخلي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش