1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکايي جنرال: افغانستان د سولې له پاره بې ساری فرصت لري

۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د جګړې دواړه لوري د سولې له پاره بې ساری فرصت لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له پاره د ترمپ ستراتیژي پایلې لري دي.

https://p.dw.com/p/33cAr
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن چې په نزدې وخت کې یې د کار موده پای ته رسیږي، د افغانستان په هکله د ولسمشر ترمپ د ستراتیژۍ تر اعلان یو کال وروسته خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر ترمپ ستراتیژي ښې پایلې لرلي دي. د افغانستان په هکله د ولسمشر ترمپ په ستراتیژي کې د لا ډیرو امریکايي سرتیرو استول او د خبرو میز ته طالبانو د راوستلو په موخه پر دغې ډلې باندې فشار واردول شامل وو.

جنرال نیکلسن په پنتاګون یا د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل چې همدا اوس په افغانستان کې د سولې په برخه کې یو بې ساری فرصت رامنځ ته شوی دی.

Afghanistan Raketenangriff auf Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په داسې حال کې چې په دې وروستیو وختونو کې نه یوازې کابل بلکې د ټول هیواد په کچه یو شمیر خونړي بریدونه وشول چې ګڼ شمیر ملکيانو او امنیتي ځواکونو ته یې تلفات واړوله، نیکلسن وايي چې دوی د [سولې] د هیلو له پاره نښې لیدلي دي.

جنرال نیکلسن د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د تیرې جون میاشتې اوربند ته په اشارې سره وویل چې د سولې په برخه کې پرمختګ شوی دی. په عین وخت کې د همدې تیرې یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۱۹ نیټه» افغان ولسمشر غني طالبانو ته د یوه بل اوربند وړاندیز وکړ. د نیکلسن په خبره هغه د ولسمشر غني د تازه اوربند د وړاندیز په هکله تر اوسه د طالبانو له لوري د منلو او یا رد په برخه کې څه نه دي اوریدلي.

NATO-Verteidigungsministertreffen in Brüssel John Nicholson
انځور: Reuters/F. Lenoir

طالبان له اوږدې مودې راهیسې له واشنګټن سره پر مستقیمو خبرو ټینګار کوي او تل یې د افغانستان له حکومت سره له خبرو ډډه کړي. په عین وخت کې تر اوږدې مودې وروسته، به تیرې جون میاشت کې د افغانستان په هکله د واشنګټن په تګلاره کې هم بدلون ترسترګو شو او په دې توګه امریکايي چارواکو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو سره ملاقات وکړ. 

د نیکلسن په حواله د سولې په برخه کې هر راز خبرې باید د افغانانو په مشري او د هغوی په مالکیت ترسره شي. نوموړي وویل چې امریکا متحده ایالات له دغه شان خبرو څخه ملاتړ، به دې بهیر کې همکاري او ګډون ته چمتو دی.

Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: Reuters/R. Gul

په داسې حال کې چې په روانه اونۍ کې افغانستان د خونړیو بریدونو او پیښو شاهد وو، نیکلسن وايي چې د افغانستان په هکله د ولسمشر ترمپ ستراتیژي پایلي لرلي دي.

ټاکل شوې چې جنرال نیکلسن په افغانستان کې تر خپل دوه کلن ماموریت وروسته، په راتلونکی میاشت کې په دې جګړه ځپلي هیواد کې خپل ماموریت ته د پای ټکی کیږدي او پر ځای یې ډګرجنرال سکاټ میلر د افغانستان چارې پر غاړه واخلي.