1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر راو انوار اقبال باندې بندیزونه ولګول

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت په یو شمیر کسانو باندې چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي بندیزونه لګولي دي. په دغه کسانو کې د پاکستان د پولیسو پخوانی جګپوړی چارواکی راو انور اقبال هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/3Uao9
USA Washington Finanzministerium
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

د متحده ایالاتو د خزانې وزات د سه شنبې په ورځ چې د بشري حقونو نړیواله ورځ وه د میانمار، پاکستان، لیبیا، سلواکیا، جنوبي سودان او د کانګو جمهوریت پر ځینو انفرادي کسانو بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه په متحده ایالاتو کې د دغو کسانو جایدادونه او یا کاروبار مخه نیسي چې د دوی ملکیت وي او یا پکې برخه ولري.

پر دې سربیره متحده ایالاتو د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان پر قونسل محمد العتیبیي باندې د جمال خاشقجي د وژنې په تړاو دغه هیواد ته په ورتګ بندیز لګولی دی. جمال خاشقجي د سعودي عربستان منتقد خبریال وو چې د عربستان د شاهي کورنۍ پر ضد به یې انتقادي مقالې لیکلي.

همداشان متحده ایالاتو ته د اسلان اراس خانوف، پر ورتګ هم بندیز لګول شوی دی. هغه د چیچنیا د پلازمېنې ګروزني د کورنیو چارو وزارت رئیس وو او متحده ایالات پرې تور لګوي چې د ۲۷ کسانو د اعدامولو له پاره مسوول دی.

همداشان د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د میانمار د پوځ مشر من آن هلینګ باندې هم بندیزونه وضع کړي چې په خبره یې د دغه هیواد پوځ د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې کړي. د میانمار پر پوځ باندې د ۲۰۱۷م کال په اګست میاشت کې په راخين ایالت کې د روهنګیایانو پر ضد د تاوتریخوالي ډک چلن تورونه پورې کیږي چې په پایله کې یې تر نیم میلیون زیات کسان ګاونډي هیواد بنګله دیش ته وتښتیدل. همداشان د بندیزونو په لېست کې د میانمار د پوځ مرستیال مشر او دوه نور جګپوړي مشران هم شامل دي.

په پاکستان کې د راو انوار اقبال په نوم د پولیسو یو پخوانی جګپوړی چارواکی هم د بندیزونو په لېست کې شامل دی. پر هغه باندې تور دی چې د پولیسو په ۱۹۰ جعلي مقابلو کې ښکیل وو چې تر ۴۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي دي. په دغه کسانو کې یو تن هم نقیب الله محسود وو.

Pakistan Naqeebullah wurde von Polizisten getötet
انځور: Meraj Udin, Sanna Ijaz

د نقیب الله محسود د وژنې پيښه هغه وخت راپورته شوه چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د کراچۍ د ملیر سیمې په شاه لطیف ټاون، کې هغه مهال د ملیر سیمې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي راو انوار اقبال ظاهرا د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې د څلورو ترهګرو د وژلو ادعا وکړه. خو د تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چې وژل شوي کسان ترهګر نه بلکې عام وګړي ول چې د محکمې د حکم پرته وژل شوي وو.

د بندیزونو په لېست کې د لېبیا د خاصې قوواو د ملیشې په نوم یو قوماندان محمود الورفلي، هم شامل دی. هغه له ۲۰۱۶م کال راهیسې په بیلا بیلو پيښو کې د ۴۳ بندیانو په وژنه تور دی.

په سلواکیا کې ماریان کوکنر باندې بندیزونه وضع شوي دي چې د یوه خبریال په وژنه کې د لاس لرلو شک پرې کیږي چې د کوکنر د تجارت د اختلاس په تړاو یې تحقیقات کول.

په کانګو جمهوریت کې د متحدو دیموکراتیکو ځواکونو پر غړو باندې د جنسي تیریو، شکنجې، وژنو او ملکیانو د تښتولو تورونه لګول شوي دي. پر هغو کسانو چې بندیز لګول شوی د دغه ډلې مشر موسی بالکو او د دغې ډلې نور پنځه غړي دي. د متحده ایالاتود خزانې وزارت د جنوبي سودان پنځو کسانو باندې هم بندیزونه لګولي دي. گومان کيږي چې هغوی په تښتونه کې لاس لري او د بشري حقونو د دوو فعالانو د وژلو شک هم ورباندې کيږي.