1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: طالبان بايد له افغان حکومت سره خبري وکړي

۱۳۹۷ دی ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې د افغانستان د جګړې په سوله ایز ډول ختمیدو له پاره غوښتنه دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره مستقیمي خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/3BgaA
US-Politiker Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

زلمي خلیلزاد، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري ۱۶مه) کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې دغه څرګندونې کړي دي. زلمی خلیلزاد د سیمې هیوادونو په سفر راوتلی، څو په دیپلوماتیکو هلو ځلو سره دغي شخړي ته د حل لاره پيدا کړي.

خلیلزاد ویلي دي: «سولي ته د لاري غوښتنه دا ده چې طالبان د [افغان] حکومت په گډون له افغانانو سره خبرو ته کښیني. پر دې ټکي باندي د سیمې ټول شریکان همږغه دي.» د فرانسې خبرې آژانس دغه رپوټ په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له لوري رسنیو ته د استول شوې اعلامیې له مخې لیکلی دی.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کړی دی.

په تيرو میاشتو کې طالب استازو څو واري له امریکایي چارواکو سره لیدلي دي، خو په وروستیو ورځو کې طالبانو د سولې د خبرو اترو د درولو ګواښ کړی دی. هغوی پر امریکا باندي د خبرو اترو د اجندا د بدلولو تور لګولی دی او په خبره یي په یو «اړخیز» ډول نوي موضوعات شاملوي.

خلیلزاد د دغه ګواښ په غبرګون کې ویلي دي: «که چیري طالبان خبري غواړي، موږ هم خبري کولی شو او که جګړه غواړي موږ هم جګړه کولی شو. موږ هیله من یوو چې طالبان سوله وکړي.»

خليلزاد د سه شنبې په ورځ ناوخته کابل ته ورسید او هلته يې له سیاسي مشرانو سره ولیدل. په ستمبر میاشت کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د ځانګړي استازي تر ټاکل کیدو وروسته، خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې هند، متحده عربي آماراتو او چین ته هم تللی دی. په پام کې ده چې د کابل تر سفر وروسته به هغه پاکستان ته ولاړ شي.

د خلیلزاد وروستی سفر له هغه وروسته پلان شوی چې په دسمبر میاشت کې امریکایي رسنیو خبر ورکړ چې ترمپ له افغانستانه د خپلو ۱۴۰۰۰ ځواکونو نیمایي برخه راایستل غواړي.

خو خلیلزاد د چهارشنبې ورځې د څرګندونو په ترڅ کې ویلي دي چې که چیري طالبان د جګړې ادامه غوره کړي نو «متحده ایالات به د افغان حکومت او افغانانو تر څنګ ودریږي او د هغوی ملاتړ به وکړي.»

خلیلزاد دا رپوټونه هم رد کړل چې متحده ایالات غواړي په افغانستان کې پوځې اډې ولري: «موږ هیڅکله نه دي ويلي چې په افغانستان کې دایمي پوځي اډې غواړو. هغه څه چې موږ غواړو، دا دي چې دغه شخړه د خبرو اترو له لاري حل شي، له افغانستان سره خپل مشارکت ته ادامه ورکړو او دا خبره یقیني کړو چې هیڅ ترهګر موږ نه ګواښي.»

د خلیلزاد په خبره په اوږدمهاله موده کې متحده ایالات له افغانستان سره پوځي، دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکي غواړي.

خلیلزاد چې پخوا په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر هم وو، زیاته کړې ده چې «ډیر ژر» له طالبانو سره د نویو خبرو اترو د تر سره کیدو هیله من دی.

امريکا متحده ایالات یوازنی هیواد نه دی چې له یاغیانو سره په خبرو کې ښکیل دی. په وروستیو میاشتو کې روسیې او ایران له طالب استازو سره لیدلي دي او چین هم په وړاندیزونو پیل کړی دی. پر دې سربیره سعودي عربستان، متحده عربي آمارات او پاکستان ټول د متحده ایالاتو په دې تړاو هڅو کې شامل دي.