امریکا: روسيه، اوکراين ته نژدې پوځي حضور پياوړی کوي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۳, پنجشنبه
د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي ماريا هارف د روسيې پر اقدام باندي نيوکي کوي چي وايي «د روسيې پوځ د اوکراين ختيځ سرحد ته نژدې د دافع هوا دستگاوي نصب کړي دي او يو شمېر ئې حتی د جنگ کرښي ته نژدې درولي دي.»
هغې ويلي دي چي پر دې سربيره روسيې د اوکراين سرحد ته نور عسکر هم لېږلي دي چي په دې سره نو اوس د اوکراين په سرحد کي تر بل هر وخت ډير روسي عسکر سره راټول سوي دي.
هارف پر دې باندي هم نيوکي کړي دي چي روسيه، د اوکراين په ختيځ کي په پراخه پيمانه بېلتون غوښتونکي روزي، پوځي ملاتړ يې کوي او د بې پيلوټه الوتکي زده کړي ورکوي. په جنگي سيمه کي د بې پيلوټه الوتکو شتون «د روسيې ښکاره حضور ښيي.» هغې دغه راز ويلي دي چي روسي ځواکونو او بېلتون غوښتونکي په ښکار د «مينسک تړون» نه مراعاتوي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي زیاته کړې ده چي روسيې او بېلتون غوښتونکو په هغه سيمه کي چي د مينسک د سولي په تړون کي د درنو وسلو له پاره ممنوع اعلان سوې ده، درنې وسلي لکه توپونه او ټانکونه ځای پر ځای کړي دي. او پر دې سر بيره له روسيې څخه د اوکراين ختيځ ته ډيري درنې وسلې انتقال سوي دي.
يو شمېر غربي هيوادونه او اوکراين پر روسيې باندي تور لگوي چي د اوکراين په ختيځ کي د ياغيانو پوځي ملاتړ کوي. خو روسيه دغه تورونه نه مني.
امريکا د اوکراين پوځ روزي
د امريکا پوځ د دوشنبې له ورځي راهيسي د اوکراين پوځ د روزلو ماموريت پيل کړی دئ. امريکا دغه راز د اوکراين پوځ ته نظامي تجهيزات لکه زغروال نقليه وسايل، زغري، رادار او د شپې دوربينان ورکوي. خو واشنگټن تر اوسه پوري د وسلو ورکولو غوښتنه رد کړې ده.
د اوکراين په ختيځ کي روسيې پلوه بېلتون غوښتونکي له نزدې يوه کال راهيسي د اوکراين له حکومتي ځواک سره جنگیږي. له هغه وخت راهيسي په دغه جنگ کي نزدې ۶۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.
د روان کال په فبروري مياشت کي دواړو اړخونو د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د سولي پر يوه پلان باندي سره سلا سول. او له هغه راهيسي زورزياتی کم سوی دئ. خو د څارونکي په خبره بيا هم خال خال نښتي کيږي.