شخړي
امریکا: د ځواکونو د وتلو پر مهال ویش مو موافقه نه ده کړې
۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې راغلي دي: «موږ [په افغانستان کې] د ځواکونو د ممکنه کمولو پر کوم مهال ویش موافقه نه ده کړې او د نورو دیپلوماتیکو خبرو اترو د جزئیاتو په اړه هم معلومات نه ورکوو.»
دې وزارت زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ځواکونو په شمیر کې کمښت به د شرایطو له مخې راوړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو یوه غړي ویلي ول چې امریکا متحده ایالاتو دې ډلې ته په قطر کې ویلي دي چې د روان کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې به له افغانستانه خپل نیمایي ځواکونه وباسي.
امریکا متحده ایالات له میاشتو راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی چې په افغانستان کې له ۱۷ کلنو راهيسي رواني جګړې ته د پای ټکی کیږدي او له دې هیواد څخه خپل ځواکونه وباسي.