1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهمکسیکو

امریکا د مکسیکو د سینالوا کارتل سازمان دوه مشران نيولي

۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

امریکايي چارواکو د سینالوا کارتل يو بنسټګر او د «ال چاپو» زوی نيولي دي. کارتل په مکسیکو کې د مخدره موادو یو تر ټولو ځواکمن او وژونکی سازمان دی. امریکا د دوی د نیولو پر سر معلوماتو ته ۱۵ ميليونه ډالر انعام ټاکلی وو.

https://p.dw.com/p/4imXF
امریکايي چارواکو د سینالوا کارتل يو بنسټګر او د «ال چاپو» زوی نيولي چې د نیولو پر سر معلوماتو ته ېې ۱۵ ميليونه ډالر انعام ټاکلی وو.
امریکايي چارواکو د سینالوا کارتل يو بنسټګر او د «ال چاپو» زوی نيولي چې د نیولو پر سر معلوماتو ته ېې ۱۵ ميليونه ډالر انعام ټاکلی وو.انځور: Jose Luis Gonzalez/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو عدلي وزارت ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ ېې په تکزاس کې د سينالوا کارتل مخدره موادو د وژونکي سازمان دوه مهمې څېرې نيولي دي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلند، د پنجشنبې ورځې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د کارتل یو بنسټګر«اسماعیل زامبادا ګارسیا، یا «ال مایو» [د دغه سازمان] د یو بل بنسټګر له زوی سره نن د تکزاس په ال پاسو کې نیول شوي دي.»

زامبادا چې له ۱۹۷۰ راهیسې د کارتل سازمان د رهبرانو له ډلې یو وو، پرې باور دی چې د مخدره موادو د قاچاق په اکثرو ورځنیو پيښو کې لاس لري.

سينالوا کارتل څوک دي؟

ګارلند د کارتل سازمان چې منشا ېې د مکسیکو په سینالوا ایالت کې ده «په نړۍ کې د مخدره موادو یو تر ټولو قوي او تاوتریخجن سازمان» په توګه یاد کړی دی.

دوی د ځمکو او جایداونو پر سر خپل منځي نښتو او همدارنګه مکسیکويي چارواکو سره په شخړو کې د سلونو زره قتلونو مسئولان دي. همدارنګه د مخدره موادو قاچاق سره په تړاو د قتلونو مسئولان هم دي. په دغو موادو کې یو هم فنتانیل دی چې تر ډېره امریکا متحده ایالاتو ته قاچاقیږي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلند ويلي دي چې اسماعیل زامبادا ګارسیا یا «ال مایو» د کارتل سازمان د یو بل بنسټګر له زوی سره د تکزاس په ال پاسو کې نیول شوي دي
د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلند ويلي دي چې اسماعیل زامبادا ګارسیا یا «ال مایو» د کارتل سازمان د یو بل بنسټګر له زوی سره د تکزاس په ال پاسو کې نیول شوي ديانځور: X

د مکسیکو حکومت په ۲۰۰۶م کال کې د مخدره موادو د سترو کاروباریانو پر ضد یو پوځي کمپاین پيل کړی دی چې تر اوسه پکې تر ۴۵۰زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ناروغيو د کنټرول او مخنیوی مرکز (CDC) پر اساس، په ۲۰۲۳م کال کې په امریکا کې د مخدره موادو له حده زیات استعمال له کبله له ۱۰۷زرو ډېر کسان مړه شوي ول، چې د شاوخوا ۷۰ سلنې مړینو لامل ېې فنتانيل وو.

ګارلند په خپلې يوې اعلاميه کې ويلي دي: «فنتانیل تر ټولو وژونکي مخدر مواد دي چې تل ېې زموږ هېواد له ګواښ سره مخ کړی دی. د عدليې وزارت به تر هغې کرار پاته نشي چې د کارتل هر رهبر، غړی او شريکان ېې چې زموږ د ټولنو د زهرجنولو مسئولین دي، نیولي نه وي.»

د پنجشنبې په ورځ د مخدره موادو د قاچاق د مهمو غړو نيونې د سينالاوا کارتل پر سازمان یوه کلکه ضربه ده.

په ۲۰۱۹ کال کې د کارتل موسس او رهبر، آکوین «ال چاپو» ګوزمان، په دې باور چې د نړۍ د مخدره موادو تر ټولو لویه سندیکا یا اتحادیه چلوي محکوم شو.

د ۷۶ کلن زامبادا په هکله باور دا دی چې هېڅ کله ېې په زندان کې وخت نه دی تېر کړی. د هغه په هکله ويل کیږي چې له خپل مشر څخه په ښکته مقام کې پاتې کېدو ته ېې ترجيح ورکړې ده.

امریکايي چارواکي له لسیزو راهیسې د هغه په تعقیب کې دي. په فبرورۍ کې د نیویارک ېوې محکمې زامبادا د فینتانیل د تولید او ویش پر دسیسې تورن کړ. څارنوالانو دا هم وويل چې نوموړی د کارتل سازمان چارې پر مخ وړي.  

امریکا د هر هغو معلوماتو له پاره چې پر اساس ېې زامبادا نیول کېده، ۱۵ میليونه ډالر انعام اعلان کړی وو.  

ab/sri (AFP, AP)mks/nz

له آرشیف څخه (17.12.2016):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل