1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د طالبانو بریدونه غندلي دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو تیره ورځ په پروان او کابل کې د طالبانو له لوري تر سره شوي بریدونه په کلکه غندلي دي. دغو بریدونو په لسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/3PlSJ
Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Conroy

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه بریدونو غندلي دي. د مایک پمپیو له قوله لیکل شوي دي، چې دغه بریدونه «د افغانستان د خلکو او نهادونو پر وړاندې ښکاره بې اعتنایي ده.»

د پمپیو په خبره د افغانانو تر منځ بیا پخلاینې ته د رسیدو له پاره طالبان د تاوتریخوالي او ویجاړیو د تر سره کولو پر ځای باید سولې ته خپله ژمنتیا وښيې.

د سه شنبې په ورځ د طالبانو په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل شوي. یو برید په چاریکار کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین ته څیرمه ځانمرګی وشو چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول. ولسمشر غني پخپله هم په دغه غونډه کې موجود وو، خو د ځایي چارواکو په وینا هغه ته کوم زیان نه دی رسیدی.

تر دغه برید شا او خوا دوه ساعته وروسته په کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې ۲۲ کسان ووژل شول.

طالبانو د سپتمبر په ۲۸مه نیټه د پلان شوو ولسمشریزو ټاکنو د تحریمولو او ګډوډولو ګواښ کړی دی. طالبانو څه موده وړاندې له خلکو غوښتي وو چې له انتخاباتي کمپاینونو واټن ونیسي، څو د بریدونو هدف و نه ګرځي.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره وروسته له هغې اوږده مذاکرات ودرول چې په کابل کې د دغې ډلې په یوه برید کې د یوه امریکايي په گډون ۱۲ تنه ووژل شول.

له طالبانو سره خبرې اترې چې له افغانستان یې د امریکايي ځواکونو د راوتلو او په دغه هیواد کې سولې ته زمینه برابروله، ترمپ «مړې» بللې وې.

د دغو خبرو اترو تر دریدو وروسته او په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی.