1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

د امریکايي چارواکي د ترور هڅې په شک يو پاکستانی نیول شوی

۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبه

امریکايي چارواکو يو پاکستانی وګړی چې ایران سره ېې «نژدې اړيکې» درلودې نیولی دی. د امریکا عدليې وزارت ويلي چې ۴۶ کلن آصف رضا مرچنت د قاسم سلیماني، د غچ اخیستلو په موخه د یو امریکايي چارواکی د قتل په هڅه کې وو.

https://p.dw.com/p/4jBqp
د امریکا متحده ایالاتو د عدليې وزارت ودانۍ
د امریکا عدليې وزارت ویلي ظاهراً آصف رضا مرچنټ د داسې یو کس په لټه کې وو چې امریکا کې یو امریکايي سیاستوال یا حکومتي چارواکی تررو کړي انځور: Kevin Dietsch/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د امریکا عدليې وزارت په یوې اعلاميه کې ويلي دي چې ظاهراً آصف رضا مرچنټ د داسې یو کس په لټه کې وو تر څو په امريکا کې یو امریکايي سیاستوال یا د امریکا یو حکومتي چارواکی تررو کړي.

په رپوټ کې د امریکا متحده ایالاتو لوی څارنوال، ماريک ګارلند، له قوله ويل شوي: «د عدلیې وزارت له کلونو راهیسې د ایران د ګستاخیو او د قاسم سلیماني د وژنې سره په تړاو د امريکايي چارواکو د وژنې په موخه د ایران د پر له پسې هڅو پر ضد مبارزه کړې ده.»

د ایران د سپاه پاسداران مشر، جنرال قاسم سلیماني چې د فرانسې خبري آژانس هغه د ایران د بهرنیو پوځي عملیاتو مشر بللی، د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې د امریکا متحده ایالاتو د یوې بې پيلوټه الوتکې په حمله کې په بغداد کې ووژل شو. ایراني چارواکو په کراتو د هغه د «غچ اخیستلو» خبرداری ورکړی دی.

آیا د امریکا پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ قاتلانه حمله هم د مرچنټ له اهدافو څخه وو؟

د امریکا لويې څارنوالۍ ويلي داسې کوم شواهد نشته چې مرچنټ دې د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بوتلر کې پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په شوې قاتلانه حمله کې ښکیل وي.

د اف بي آی مشر، کريستوفر واري، وويل چې دغه پاکستاني وګړي «له ایران سره نژدې اړېکې» لرلي دي. د اف بي آی یو بل چارواکي ويلي، ظاهرا هغه قاتل چې مرچنت ېې د ګمارلو په لټه کې وو د اف بي آی تر تعقیب لاندې وو.

د فرانسې خبري آژانس وايي، مرچنت د جولای په ۱۲مه په داسې حال کې چې له امریکا څخه د وتلو پلان ېې درلود، ونيول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د پاکستان حکومت د دغې موضوع په تړاو له امریکايي چارواکو سره په تماس کې دی.

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ کال په اګست د ایران سپاه پاسدارن د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د قتل پر توطیه تورن کړ.

عدليې وزارت ويلي دي، شهرام  پورصفی چې اوس هم پټ دی، د بولټن د وژنې له پاره ۳۰۰زره امریکايي ډالر انعام ټاکلی وو.

ایران د بولټن د وژنې په تړاو دغه ادعا «بې بنسټه» بللې او هغه ېې رد کړې ده.

(AFP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل