1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته د عمران خان سفر؛ پر افغانستان به یې اغیز څه وي؟

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د سفر پر مهال به له هغه سره د پوځ مشر جنرال قمر باجوا هم مل وي. دا به په سپینه ماڼۍ کې له دونالد ترمپ سره د عمران خان لومړۍ لیدنه وي.

https://p.dw.com/p/3MJnH
Kombobild  US Präsident Donald Trump und Pakistan PM Imran Khan

په همدې اوونۍ کې به د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور، او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي، هغې هڅې په ډاګه کړي چې اسلام آباد او واشنګټن په وروستیو وختونو کې د خپلو اړیکو د ښه کولو په موخه کړي دي.

که څه هم په دې سفر کې د پوځي مشرانو شتون ښايي په پاکستان کې ځینې نیوکې راوپاروي، خو دې موضوع ته په امریکا متحده ایالاتو کې په مثبت نظر کتل کيږي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی ماروین واینباوم، په دې اړه وایي: «په واشنګټن کې پالیسي جوړونکي دې ته متوجه شوي دي چې تر اوږدې مودې وروسته د پاکستان پوځي او ملکي مشران د کلیدي موضوعګانو په اړه متحد نظر لري.»

د دغه کارپوه په اند د ترمپ د ادارې له پاره د دوو مهمو موضوعګانو په اړه چې پکې افغانستان او ترهګري شامل دي، د پاکستان ملکي حکومت د پوځ له ملاتړ پرته هیڅ هم نه شي کولی نو له دې کبله په دې سفر کې د پوځي د مشر شتون ته په ښه نظر لیدل کیږي.

خو په پاکستان کې بیا حالات یو څه بدل دي. د دې هیواد د اپوزیسیون مشران ویره لري چې د پوځ او عمران خان ډیر نزدې والی د هغوی پر ضد کاریدای شي.

د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو د ښه کیدو لومړی څرک د روانې میاشتې په پیل کې څرګند شو کله چې واشنګتن د «بلوچستان د آزادي پوځ» د یوې ترهګرې ډلې په توګه ونوماوه. پاکستان هم بیا په همدې اوونۍ کې حافظ سعید، ونیو چې ویل کیږي په ۲۰۰۸م کال کې د ممبیې د بریدونو طراح وو.

سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې ولسمشر ترمپ به د جولای میاشتې پر ۲۲مه نیټه په سپینه ماڼۍ کې د عمران خان هرکلی وکړي. سپینې ماڼۍ دا هم ویلي وو چې ترمپ له پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو غوښتونکی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي: «لیدنه به د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د همکاریو پر پیاوړي کیدو متمرکزه وي چې سیمې ته سوله، ثبات او اقتصادي وده راوړي. هغه سیمه چې ډیره جګړه یې لیدلې ده.»

دا د ترمپ د ادارې لومړۍ بیانیه وه چې پکې پر پاکستان باندې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ترسره کیدونکو بریدونو له کبله نیوکه نه وه شوې.

امریکا متحده ایالات او افغانستان، اسلام آباد په دې تورنوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه کافي اقدامات نه کوي. پاکستان بیا دغه نیوکې په کلکه ردوي.

لوړ پوړي امریکایي چارواکي وایي چې امریکا په هغه صورت کې چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد اقدامات وکړي او د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، چمتو دی چې له اسلام آباد سره خپلې اړیکې ښې کړي.

د ترمپ د ادارې یو شمیر کارکوونکو ویلي دي چې داسې شواهد یې لیدلي دي چې ښيي پاکستان د افغانستان د پخلاینې له بهیر سره مرسته کوي. خو دغه چارواکي په عین حال کې ټینګار کوي چې د پاکستان دغه اقدامات باید دایمي وي.

که څه هم د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې په مستقیم ډول د افغانستان ذکر نه وو شوی، خو که دغه اعلامیه په دقت سره ولوستل شي نو لیدل کیږي چې د افغانستان موضوع ته په دې اعلامیه کې اشاره شوې ده.

امریکا تل وايي چې په سویلي اسیا کې ثبات او اقتصادي وده، په افغانستان کې له سولې سره تړلې ده.

په واشنګټن کې پاکستاني دیپلومات وایي چې تمه لري د ترمپ او عمران خان د غونډې یوه مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت وي.

انور اقبال/ واشنګټن