1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا بايد د کابل هوايي بريد تاوان ورکړي»

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

د هغه وروسته چي د امریکا متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت ومنله چي په کابل کي يې د بې پلوته الوتکي په وروستي بريد کي تېروتنه کړې وه، اوس ورڅخه د تاوان ورکولو غوښتنه سوې.

https://p.dw.com/p/40WIu
Afghanistan US-Drohnenangriff  in Kabul
انځور: REUTERS

د امریکا متحده ايالاتو د اګست مياشتي په آخر کي په کابل کي پر يو موټر د بې پلوته الوتکي په مرسته بم وغورځاوه. د دغه بريد په هلکه د امریکا متحده ايالاتو هغه وخت ويلي ول چي پکښي د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر او بريدګر يې له منځه وړي دي. خو وروسته راپورونه ورکول سول چي په بريد کي د ماشومانو په شمول صرف ملکيان وژل سوي دي. له همدې کبله د متحده ايالاتو د دغه بريد په غبرګون کي نيوکي وسوې.

په افغانستان کي د خپلواکه بشري حقونو د کميسون رئيسي، شهرزاد اکبر په خپله ټويټر پاڼه کي د کابل د ياد بريد په هکله ليکلي: «ښه سو چي پنتاګون حقيقت منلی دی.» هغې په خپله دغه پيغام کي« اوس د جبران خسارې او عدالت» غوښته کړې ده.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۷مه) دا ومنل چي په کابل کي د بې پلوته الوتکي بريد کي يې د ترهګرو پر ځای ولسي خلک وژلي ول. په دغه بريد کي تر لسو پوري انسانان وژل سوي ول چي پکښي ۷ يې ماشومان ول. په منځني ختيځ کي د امريکايي پوځ (سېنتکام) مشر، جنرال کېنېت مککېنزي ومنل چي ياد هوايي بريد «يوه غمجنه تېروتنه» وه.

افغان ژورنالست مسلم شيرزاد د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي »داسي برېښي چي متحده ایالات غواړي ټوله خبره په بخښنه غوښتله سره پای ته ورسوي.» د هغه په وينا خو صرف بخښنه غوښتل د قربانيانو د کورنۍ غم او درد نسي کم کولای.

د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان د آسيا د څانګي رئيسي، پاتريسيا ګروسمن هم ويلي چي «صرف د تأسف الفاظ کفايت نه کوي» د بشري حقونو دغې مدافع د امريکايي بې پيلوټه دغه بريد په ترڅ کي د «بنيادي او غېرجانبدارو پلټنو» غوښتنه کړې ده. د ګروسمن په وينا د امريکا د متحده ايالاتو دغه چلن څه نوې خبره نه ده. هغې زياته کړې چي له شلو کالو راهسي د امريکا دا ډول اعمال بې مجازاته پاته سوي دي.

طالبانو د اګست په منځ کي کابل ونيوی. د هغه وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه د هوايي پل په مرسته د بهرنيو ځواکونو د ځايي همکارانو او په همدې شان د بهرنيانو د انتقال او ژغورنې ماموريت پېل سو. خو د دغه هوايي ډګر دباندي په زرونو انسانان راټول سول چي هيله يې لرله له افغانستان څخه کوم بهرني هيواد ته انتقال کړل سي. په دغه ګڼه ګوڼه کي بمي بريدونه وسول چي مسؤليت يې داعش په غاړه واخيست. په دغو بريدونو کي ۱۳ امريکايي عسکر هم ووژل سول چي ولسمشر جو بايدن يې د غچ اخيستلو اعلان وکړ. امريکايانو د اګست په ۲۹مه په کابل کي پر يو موټر هوايي بريد وکړ چي ګواکي په دغه بريد کي يې د داعش ترهګر په نخښه کړي دي. خو اوس داسي انګېرل کيږي چي په  دغه بريد کي د داعشي جنګياليو وژل کېدل له امکان څخه ليري ده. رسنيو د بريد څخه وروسته سمدلاسه راپورونه ورکړي ول چي وژل سوي کسان ملکيان دي.

آ./ا.ا./ن.ص.