1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا: ایران پر ټاکنیزو کمپاینونو د سایبري بریدونو مسئول دی

۱۴۰۳ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو درو استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران تور لګولی دی چې د «ټاکنیزو کمپاینونو د معلوماتو په غلا کولو سره» هڅه کوي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو بهیر ته تغیر ورکړي.

https://p.dw.com/p/4jfXY
Symbolbild I Wahlen USA -  Trump und Harris
ایراني چارواکي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو پر انتخاباتي کمپایونو بریدونو کې لاس درلودل رد کړي ديانځور: Michael Bihlmayer/CHROMORANGE/picture alliance

درو امریکایي استخباراتي ادارو د دوشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۹) په یوه ګډه اعلامیه کې د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ایران د نفوذ کولو هڅو له کبله خبرداری ورکړی دی.

د امریکا فدرالي پولیسو (FBI)، د ملي اطلاعاتو دفتر او د سایبري او زیربنایي امنیت سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې ټينګار کړی دی چې د ایران حکومت د اختلافاتو رامنځته کولو او د امریکا پر دیموکراتیکو بنسټونو د عام خلکو باور کمولو په هڅه کې دی.

امریکایي چارواکو پر ایران تور لګولی دی چې دغه هیواد د ډونالډ ټرمپ او کمالا هریس د ټاکنیزو کمپاینونو په نښه کولو سره غواړي چې د امریکا پر ولسمشریزو ټاکنو اغیز وکړي.

دغو بنسټونو «له ټولنیز تاوتریخوالي څخه په بیلابیلو لارو چارو په خپله ګټه استفادې کولو سره د ایران اوږدمهاله لیوالتیا» ته په اشارې کولو سره، د ایران حکومت له سایبري بریدونو څخه په استفادې د امریکا د انتخاباتو اړوند حساسو معلوماتو ته په لاسرسي تورن کړی دی.

د امریکا دغو درو مهمو استخباراتي بنسټونو ټینګار کړی دی چې په دې انتخاباتي دوره کې د ایران د پراخو تعرضي فعالیتونو شاهدان ول. دغو بنسټونو په ځانګړي توګه نفوذي عملیاتو ته، چې د امریکا عام وګړي او همدارنګه سایبري عملیاتو ته، چې د امریکا ټاکنیز کمپاینونه په نښه کوي اشاره کړې ده.

د امریکا د اطلاعاتي بنسټونو په حواله، د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې دغه ټاکنې کولی شي د ایران پر ملي امنیت تاثیر ولري، له دغو سایبري بریدونو څخه د ایران د حکومت هدف «د امریکا د انتخاباتو پایلو ته شکل ورکول» دي.

په دغه اعلامیه کې د نوماندانو د انتخاباتي کمپاینونو په هکله د ایران د دغو اقداماتو هدف، چې د معلوماتو «غلا کول او بربنډونې» پکې شامل دي، د «امریکا د انتخاباتو پر بهیر تاثیر اچونه» بللې ده.

دغه اعلامیه پر دې خبرې له ټینګار کولو سره چې دا کومه نوې پيښه نه ده زیاتوي: «ایران او روسیې دغه تکتیکونه نه یوازې د امریکا متحده ایالاتو په اوسنۍ او پخوانیو ټاکنیزو دورو کې، بلکې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې کارولي دي.»

د امریکا دغو بنسټونو له بهرنۍ مداخلې څخه د ټاکنو د خوندي کولو، تحقیق او په دې اړه معلوماتو را ټولولو له پاره د خپلو هڅو په جاري ساتلو د ټينګار ترڅنګ زیاته کړې ده: «موږ به زموږ په انتخاباتو کې د مداخلې او تاثیر اچونې په هکله بهرنۍ هڅې، د هغو له جملې څخه د امریکا د سیاسي کمپاینونو په نخښه کول ونه زغمو.»

ایراني چارواکو تر اوسه پورې په دغو بریدونو کې خپل لاس درلودل رد کړي دي. 

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

په امريکا کي ولسمشرۍ ته د کانديدانو وروستۍ هڅي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب