1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او کاناډا، هایتي ته جنګي ټانکونه لیږلي

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د جنايي بانډونو سره په مبارزه کي د پولیسو د ملاتړ پخاطر د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا بحراني هیواد هایتي ته جنګي ټانکونه او نور جنګي تجهیزات لیږلي دي.

https://p.dw.com/p/4IFZy
Ukraine Kiew | Krankenwagen an ukrainischer Straßensperre aus gepanzerten Militärfahrzeugen
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د امریکا خارجه وزارت پرون شنبه د یوې اعلامیې په نشرولو سره ویلي دي، چي د هایتي حکومت دغه امنیتي تجهیزات، کوم چي د امریکا او کاناډا په نظامي طیارو کي پایتخت پورتو پرانس ته انتقال سوي، رانیولي دي. 
د هایتي مؤقتي حکومت تر دې دمخه د ملګرو ملتونو څخه غوښتي وه، چي د مسلحو بین المللي قواوو په ورلیږلو سره د دغه هیواد سره کومک وکړي. 
هایتي د امریکا د براعظم یو تر ټولوغریب هیواد دی او د کلونو راهیسي د اداري فساد، تشدد او طبیعي حوادثو او آفاتو څخه کړیږي.