1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او جنوبي کوریا له مځکي څخه مځکي ته توغندي توغولي

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

د شمالي کوریا د توغنديو د آزمویني په غبرگون کي امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا څو توغندي سمندر ته توغولي دي.

https://p.dw.com/p/4HlKk
USA und Südkorea starten Raketen
انځور: South Korea Defense Ministry/AP/dpa/picture alliance

د جنوبي کوریا خبري آژانس یون هاپ د چهارشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د پوځ په حواله رپوټ ورکړی چي له مځکي څخه مځکي ته څلور توغندي د کوریا شمالي ساحل ته توغول سوي دي.

د رپوټ په حواله دغه توغندي، د سې شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا د جاپان پر فضا د بالستیک توغندي توغولو د پریکړي په غبرگون کي توغول سوي دي. په رپوټ کي زیاته سوې ده چي د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا هر یو اوس د منځني واټن دوه Atacms ډوله توغندي سمندر ته وتوغول تر څو په اصطلاح »مجازي هدف په دقیق ډول تر برید لاندي راولي.« خو د جنوبي کوریا یو توغندی تر توغولو لږ وروسته بیرته سقوط وکړ خو له امله یې هیڅ ډول ځاني تاوان نه دی رسېدلی.

له ۲۰۱۷م کال راهیسي د جاپان پر فضا د شمالي کوریا له خوا د منځني واټن د لومړني توغندي ویشتل په نړیواله سطحه سخت غبرگونونه راپارولي دي. د سئول په حواله نوموړي توغندي ۴۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی چي دا د شمالي کوریا له پاره ښايي د یوه نوي ریکارډ ټینگولو په معنی سي.

شمالي کوریا بیا بالستیکي راکټونه وتوغول

د توکیو حکومت په دوو شمالي سیمو کي له خپلو اتباعو غوښتي دي چي ځانونه په ودانیو او زیرخانو کي پټ کړي. امریکا متحده ایالاتو او جاپان څرگنده کړې ده چي د شمالي کوریا له خوا د توغنیدو د ویشتلو پیل نه یوازي د جاپان د اولس، بلکي د ټولي سیمي د بې ثباتۍ سبب کيږي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن او د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په یوه گډه اعلاميه کي پر نوموړي آزمویني سخت انتقاد وکړ. همدارنگه د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش له یوه ښکاره کړکېچ څخه خبره وکړه.

لکه څنگه چي په سئول کي جنرالانو ویلي دي، امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د سې شنبې په ورځ لا پوځي تمرین وکړ چي پکښي د ستلایت په مرسته رهنمايي سوي دقیق بمونه د لویدیځ سمندر پر یوه مجازي هدف فیر سول. د هغوی په حواله په دغه تمرین کي د جنوبي کوریا څلورو F-15K ډولو او د امریکا متحده ایالاتو اف ۱۶ ډوله جنگي الوتکو برخه اخیستې وه.

کامِلا هېریس: شمالي کوریا سخته دیکتاتوره ده

واشنګټن او سئول ډیر نیژدې متحدین دي. په جنوبي کوریا کي شاوخوا۵۰۰ ۲۸ امریکايي سرتیري ځای پرځای سوي دي.

په تیرو ورځو کي شمالي کوریا څلور ځله بالستیک توغندي وتوغول. جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالات له دې بیره لري چي شمالي کوریا به په نیژدې راتلونکي کي له ۲۰۱۷م کال راهیسي د لومړي ځل له پاره اټومي آزموینه وکړي.

له ۲۰۰۶م کال راهیسي دغه آسیايي منزوي سوي هیواد تر اوسه پوري ۶ ځله اټومي آزمویني کړي دي چي وروستۍ یې په ۲۰۱۷م کال کي وه. د ډیپلوماټانو په حواله شمالي کوریا تر اوسه پوري په دې نه ده توانیدلې چي خپل اټومي بمونه او بالستیک توغندي په یوه متحد سیستم کي سره یو ځای کړي.

GP/NZ/AG