1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او جاپان د شمالي کوریا په هکله یوه خوله دي

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې، د شمالي کوریا په هکله د امریکا د ولسمشر د پالیسۍ هرکلی کړی دی. دواړو مشران په دې هکله همنظره ول چې د شمالي کوریا پر وړاندې د «ستراتیژیک زغم پېر» تیر شوی او «ټول انتخابونه» د میز پر سر دي.

https://p.dw.com/p/2n5a1
Japan PK Donald Trump und Shinzo Abe
انځور: Reuters/J. Ernst

په توکیو کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبې سره په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، شمال کوریا د یوه ګواښ په توګه یاد کړ او ویې ویل چې جاپان او متحده ایالات باید په ګډه کار وکړي، څو د شمالي کوریا د «خطرناک تیري» مخه ونیسي.

ترمپ خبریالانو ته وویل چې «د شمالي کوریا اتومي پروګرام متمدنې نړۍ او نړیوالې سولې او ثبات ته یو ګواښ دی». ترمپ زیاته کړه: «ځینې کسان وایي چې زما خبرې سختي دي، خو وګورئ چې په تیرو ۲۵ کلونو کې د نرمو خبرو پایله څه وه.»

ترمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نور د «زغم د ستراتیژۍ» موده تیره شوې ده او اوس «ټول انتخابونه د میز پر سر» دي. د جاپان لومړي وزیر ابې، د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دواړه هیوادونو د شمالي کوریا په برخه کې یو له بل سره سل په سلو کې موافق دي. هغه وویل چې اوس نو ډیره ضروری ده چې پر شمالي کوریا باندې تر ټولو ډیر فشار واوړل شي.

ترمپ: جاپان د تجارتي اړیکو په برخه کې ګټونکی دی

د دوشنبې په ورځ وختي ولسمشر دونالد ترمپ امریکایي او جاپاني سوداګرو مشرانو ته وویل چې جاپان په وروستیو لسیزو کې له امریکا متحده ایالاتو سره د سوداګریزو اړیکو په برخه کې ګټونکی دی. ترمپ روښانه کړه چې د اوسنیو سوداګریزو اړیکو په پایله کې امریکا متحده ایالاتو زیان کړی او دا چې دغه اړیکې «عادلانه او پرانیستې» نه دي.

ترمپ وویل چې په داسې حال کې په میلیونو جاپاني موټر په امریکا متحده ایالاتو کې پلورل کیږي، له امریکا څخه بیا موټر جاپان ته نه ځي. هغه ټینګار وکړ چې تمه لري جاپان له امریکا څخه ډیر پوځي توکي راونیسي تر څو د شمالي کوریا له خوا توغول شوي توغندي په هوا کې له ویشتلو سره شنډ کړي. لومړي وزیر ابې بیا ټینګار وکړ چې هیواد به یې یوازې په ډیرو اړینو مواردو کې د شمالي کوریا توغندي وولي.

امریکايي ولسمشر جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې هغه غواړي د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې له سره تنظیم کړي.

له جاپان څخه د ترمپ لیدنه یو شمیر اسیايي هیوادونو ته د هغه د ۱۲ ورځني سفر برخه ده چې په ترڅ کې به یې ډیر پر سوداګریزو اړیکو باندې ټینګار وشي.

له شمالي کوریا سره خبرې

له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ترمپ ویلي دي چې هغه د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون، سره لیدنې ته چمتو دی. هغه ویلي دي: «زه به هر چا سره کښینم. زه فکر نه کوم چې دا دې پياوړتیا یا کمزوري وي. زه فکر نه کوم چې له خلکو سره ناسته دې کومه بده خبره وي.» ترمپ دغه خبرې د اسیا پر لور تر خپل سفر مخکې کړې وې.

ترمپ تر دې مخکې ویلي وو چې که شمالي کوریا امریکا وګواښي نو دغه هیواد به «په بشپړه توګه ویجاړ کړي».

ترمپ اسیا ته د خپل سفر په ترځ کې سویلي کوریا، چین، ویتنام او فلیپین هیوادونو ته ځي. تمه کیږي چې هغه به له چین څخه وغواړي چې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام له کبله پر پیونګ یانګ باندې خپل فشارونه ډیر کړي.

ms/sr (AP, AFP, Reuters)