1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمیمن

امریکا او بریتانيا د حوثیانو ۱۷ سنګرونه په نخښه کړي دي

۱۴۰۲ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

په یمن کې رسمي سرچینو پر «پینوکیو» بار وړونکي کښتۍ د برید خبر ورکړی. په ورته وخت کې امریکا او بریتانيا د حوثیانو ۱۷ هدفونه په نښه کړي دي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4dPoe
Nahostkonflikt | Angriffe auf Huthi
انځور: picture alliance/dpa/UK Ministry of Defense/PA

د یمن حکومتي ویاند، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د سه شنبې په سهار وختي (د مارچ میاشتې ۱۲) د امریکا او بریتانيا هوایي ځواکونو په حوثي یاغیانو پورې اړوندو سنګرونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د «المسیره» تلویزوني شبکې چې د حوثیانو له خوا اداره کیږي هم اعلان کړی دی چې د یمن په مختلفو برخو کې، د هغو له جملې څخه په حدیده او راس عیسی بندرونو کې لږ تر لږه د ۱۷ هوایي بریدونو په اړه يې رپوټونه ترلاسه کړي دي.

د حوثیانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، پر سنګرونو دغه بریدونه پر یوې سوداګریزې کښتۍ تر برید وروسته شوي دي.

څو ساعته مخکې د امریکا د مرکزي قوماندنې مرکز(سنتکام) اعلان وکړ چې د حوثیانو تر کنترول لاندې سیمې څخه دوه بالستیک توغندي د «پینوکیو» سوداګریزې بیړۍ پر لور چې د لیبریا له بیرغ سره یې حرکت کولو او د سنګاپور پورې اړه لري توغول شوي دي. دې برید ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

یمن کې میلیونونه ماشومان د لوږې له گواښ سره مخامخ دي

د سنتکام د رپوټ پر بنسټ د تیرې ورځې له غرمې وروسته د شپې تر نیمایي پورې شپږ بریدونه چې «دفاعي» بلل شوي پر حوثیانو شوي دي چې په یمن کې د حوثیانو تر کنترول لاندې سیمو کې یې یو بې چلونکی اوبتل او د کښتیو ضد ۱۸ توغندي خنثی کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانيا بریدونه یوازې څو ورځې وروسته له هغې کیږي، چې په سره بحیره کې پر کښتیو د حوثیانو په بریدونو کې د لومړي ځل له پاره د یوې کښتۍ د پرسونل درې کسان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول. د حوثیانو په برید کې تر اوسه پورې یوه کښتۍ هم ډوبه شوې ده.

حوثیان ادعا کوي چې د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په خاطر هغه کښتۍ چې د سره سمندر او عدن خلیج له لارې تیریږي د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو په وسیله په نخښه کوي.

امریکا د یوه نړیوال ائتلاف په رامنځته کولو سره هڅه کوي چې په سره بحیره کې د کښتیو د تګ راتګ خوندیتوب تضمین کړي. المان هم د «هسن» په نوم یوه کښتۍ سیمې ته استولې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز