1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغان هوایي ځواک ته څلور جنګي الوتکې ورکړې

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې امریکا افغان هوایي ځواک ته څلور جنګي الوتکې وسپارلې. په دغو مراسمو کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر سربیره د افغانستان له پاره د امنیت د لیږد ګډې قومندانۍ مشر هم حضور درلود.

https://p.dw.com/p/3ic5N
USA übergibt Afghanistan vier Kampfflugzeuge
انځور: Presseabteilung des afghanischen Verteidigungsministeriums

د «اې – ۲۹» سوپر ټوکانو، په نوم دغه الوتکې د پنجشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو له لوري افغان هوایي ځواک ته وسپارل شوې.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، په دغو مراسمو کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې دوی ته د دغو الوتکو سپارل له افغانستان سره د ناټو دوامداره همکاري په اثبات رسوي.

د افغانستان له پاره د امنیت د لیږد ګډې قومندانۍ (سیستیکا) قوماندان جنرال دید ریک، افغان هوایي ځواکونو ته د دغو الوتکو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې تر اوسه یې د افغانستان له هوايي ځواک سره د ۱۸ جنګي الوتکو مرسته کړې ده او په راتلونکو څو میاشتو کې به نورې شپږ الوتکې هم افغانستان ته وسپاري. د افغانستان د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د جنرال دید ریک، له قوله ویل شوي دي: «دا مرستې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو او امریکا د تل پاتې مرستې او همکارۍ ښکارندوی دي.»

USA übergibt Afghanistan vier Kampfflugzeuge
انځور: Presseabteilung des afghanischen Verteidigungsministeriums

په دغو مراسمو کې اسدالله خالد په دوحه کې د سولې خبرو اترو په اشارې سره وویل چې که څه هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې ادامه لري، خو تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

د هغه په خبره طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستلو په لټه کې دي: «امکان لري چې دا فشارونه د مذاکراتو پر میز د امتیاز اخیستلو له پاره وي، موږ هیڅکله تعرض نه دی کړی، د دې په خاطر چې د سولې خبرې اترو ته صدمه ونه رسیږي.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې «اې ۰ ۲۹» سوپر ټوکانو ډوله جنګي الوتکې د افغانستان جغرافیې له پاره مناسبې دي چې په لیزري، عادي او ماشین لرونکو بمونو سمبال دي.

زموږ له آرشيف څخه: