1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ديپلوماته: طالبان دې میرمن يعقوبی خوشې کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

یوې لوړپوړې امريکايي ديپلوماتې پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو د حقونو یوه افغان فعاله او څلور تنه نور چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې نيول شوي دي، له توقف څخه آزاد کړي. دغه افغانه فعاله د افغان ښځو او نجونو د حقونو پلوي کوي.

https://p.dw.com/p/4J6p5
د آرشیف انځور - طالب جنګیالي او يو شمیر اعتراض کونکې افغان میرمنۍ په کابل ښار کې
د آرشیف انځور - طالب جنګیالي او يو شمیر اعتراض کونکې افغان میرمنۍ په کابل ښار کې انځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت شارژدافيرې، کرين ډيکر، پر ټويټر ليکلي دي چې «امریکا متحده ایالات به هيڅ کله هم د ښځو د ژوند، کار او سولیزو غونډو حقونو څخه ملاتړ ونه دروي.»

افغان فعاله ظریفه یعقوبي او څلور تنه نور د کابل په لويديځ کې د پنجشنبې په ورځ د یوې غونډې پرمهال داسې وخت ونيول شول چې غوښتل يې د «افغان ښځو خوځښت» په نوم يو حرکت تاسیس کړي.

ملګرو ملتونو په کابل کې د طالبانو له خوا د فعالو ښځو نیولو ته غبرګون وښود

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د ېوې خبري غونډې پر مهال وويل چې هغه د میرمن ظریفي د نيول کېدو په اړه معلومات نه لري، خو زياته يې کړه که چېرته دا خبر دقیق وي نو هر ډول معلومات يې چې په اړه ترلاسه کړي شریک به يې کړي.

یعقوبي د ښار په واټونو کې د اعتراضونو پر مهال او په تلویزيوني بحثونو کې د افغانو ښځو او نجونو له تعليم، کار او آزادۍ دفاع کړې ده. طالبانو د تیرکال په اګست کې تر بیا واکمنېدو وروسته د افغان میرمنو او نجونو پر تعليم، کار او ټولنیزو فعالیتونو باندې يو لړ محدودیتونه وضع کړي دي او په خپله موقته اداره کې يې هم ښځو ته ځای نه دی ورکړی.

 آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو ويډيويي رپوټ:

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي