1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په کندز کې د ملکيانو د وژنې له کبله بخښنه وغوښته

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

يوه امريکايي جنرال په کندز ولايت کې د وژل شوو ملکيانو په اړه بخښنه وغوښته. د کندز د والي وياند وويل چې جنرال دانيو تيره ورځ د هغې کورنۍ له يو شمير غړو سره وکتل چې د امريکايي ځواکونو په هوايي حمله کې يې ۵ غړي وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/3XURj
Afghanische und US-Beamte entsandt aus der Provinz Kundus in Afghanistan
انځور: Esmat Morady

د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۹مه) دويچه ويله ته وويل چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د خاصو عملياتو ځواکونو قومندان، جنرال دانيو د کندز په پامير قول اردو کې د چهاردرې ولسوالۍ د هغې کورنۍ له غړو سره وکتل چې لس ورځې مخکې د هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي وو.

په ياده پيښه کې دوه سپين ږيري نارينه، دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوي وو.

مرادي وويل: «دغې غونډې ته د قربانيانو، رباني او ګيلاني زامن راغلي ول.»

۳۳ کلن غلام محي الدين چې ځان د غلام رباني زوی معرفي کوي دويچه ويله ته وویل چې امريکايي جنرال د دوی د کورنۍ پر غړو د بمبار په قضيه کې ورته وويل: « په دې برخه کې موږ سل په سلو ملامت يو.»

د محي الدين په وينا، جنرال دانيو ورته وويل: «دغه حمله موږ پلان کړې وه. افغان ځواکونه او د کندز سيميزه اداره په جريان کې نه ول. موږ ګمان کړی وو چې په موټر کې ناست کسان د طالبانو مشران دي، خو وروسته روښانه شوه چې هغوی ملکي خلک وو.»

غلام محی الدين وايي چې امريکايي ځواکونو يې د کورنۍ پنځه غړي عمدا وژلي او يوازې پر بخښنې غوښتلو او پر تيروتنه باندې اعتراف کولو يې، قناعت نه حاصليږي. هغه وايي: «افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې عدالت پلې کړي.»

Afghanische und US-Beamte entsandt aus der Provinz Kundus in Afghanistan
جنرال دانيو په کندز کېانځور: Esmat Morady

دا چې په دغې کتنه کې له متضررې کورنۍ سره کومه مرسته هم شوې او که نه، د کندز د والي وياند يې په اړه په واضح ډول څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يو لوړپوړی قومندان په ډير يو کم وخت کې پيښې ته د رسيدګۍ له پاره کندز ولايت ته راځي. هغه زياته کړه چې د دغې کتنې اصلي هدف متضررې کورنۍ سره خواخوږي او ورڅخه د رسمي بښنې غوښتل وو. خو مرادي وويل چې په دې برخه کې لا تحقيقات ادامه لري.

د کندز د ولايتي شورا رئيس، امرالدين ولي، بيا وايي چې د امريکايي ځواکونو له لورې يوازې د بخښنې غوښتل د کندز د خلکو له پاره کفايت نه کوي.

ولي وويل: «خلکو ته ځکه د منلو وړ نه ده چې دا لومړی ځل نه دی. که تيروتنه هم شوې خو په کراتو کراتو شوې ده.»

د ولايتي شورا رئيس زياته کړه چې د نړيوالو ځواکونو څخه د کندز ولايت د اوسيدونکو غوښتنه دا ده چې د جګړو پر مهال د ملکيانو ژوند ته پام وکړي او لږ تر لږه له احتياط څخه کار واخلي.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د يوې کورنۍ پنځه غړي شاوخوا لس ورځې مخکې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې وژل شوي وو. هغه مهال د دغې کورنۍ يوه خپلوان دويچه ويله ته ويلي وو چې قربانيان دشت ارچي ولسوالۍ ته په جنازه کې د ګډون له پاره تللي وو چې کندز ښار ته د بيرته راستنيدو پر وخت يې موټر په دښته کې په نښه شو.

نړيوالو ځواکونو په ۲۰۱۶م کال کې د کندز پر يوه روغتون بمباري کړې وه. هغه مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم کندز ته سفر کړی وو او د پيښې د قربانيانو له کورنيو سره يې ليدلي وو او بخښنه يې غوښتې وه.

م.ک.ص/ن.ص