امريکا: په روغتون کي ډزو ۱۲ انسانانو ته مرګ ژوبله واړوله
۱۳۹۴ آذر ۷, شنبهامريکايي چارواکي وايي چي هغه وسله وال کس يې نيولی چي د مېرمنو په روغتون کي د څو ساعتو له پاره پټ ؤ. دغه کس د کولوراډو د سپرينګس ښار په یو روغتون کي ډزي وکړې چي پکښي درې انسانان ووژل او ۹ نور ژوبل سول.
د چارواکو په وينا په وژل سوو کي يو پوليس او دوه ملکيان دي. په ژوبل سوو ۹ کسانو کي ۵ پوليس ياد سوي دي. امنيتي چارواکو د نيول سوي کس هويت معلوم کړی دی. يو چارواکي چي و فرانس پريس خبري آژانس ته يې د نوم نه ښودلو په شرط معلومات ورکړي دي، ويلي يې دي چي وسله وال کس رابرټ لېويس ډيير نوميږي او دا چي هغه د شمالي کېرالاينا اوسېدونکی دی. د بريد کوونکي په تړاو نور جزيات نه دي څرګند.
د سقط جنين آسانتيا لرونکی روغتون
په کوم روغتون کي چي دغه پېښه رامنځ ته سوې، هغه د يو داسي روغتيايي سازمان له خوا چلول کيږي چي د امريکا په نورو برخو کي هم د ښځو له پاره ځانګړي روغتونونه لري. په دغو روغتونو کي د سقط جنين يا د زېږېدني مخکي د ماشوم د ليري کولو عمليات هم کيږي. دغه سازمان چي (Planned Parenthood) نوميږي او د سقط جنين د موضوع له کبله په امريکا کي يو شمېر توندلاري کسان ورسره سخت اختلافات لري. خو دا چي ایا د کولوراډو په روغتون کي د وسله وال بريد لامل همدغه موضوع وه که نه، لا نه ده څرګنده.
د پوليسو يو چارواکي کېترين بکلي د وسله وال کس په هکله ويلي: «موږ د دغه کس د رواني حالت په تړاو هيڅ معلومات نه لرو او نه هم د هغه د نظريې په تړاو خبر يو.»
د روغتون چلونکي سازمان يوه اعلاميه خپره کړې ده. په دغه اعلاميه کي هم راغلي چي د بريد د لاملونه په تړاو معلومات نه لري. زياته سوې چي دغه سازمان په دې نه پوهيږي چي ايا د بريد اصلي هدف دغه سازمان، روغتون او که بل څيز ؤ.
د پوليسو چارواکي کېترين بکلي ويلي چي د ساعتونو په جريان کي د توپک ډزي د پوليسو له پاره يوازنۍ نخښه وه، چي دغه کس لا تر اوسه د روغتون په ودانۍ کي پټ دی. د هغې په وينا پوليس په دې وتوانېدل چي د وسله وال کس سره د جګ ږغ او نعرو په مرسته تماس ونيسي او هغه دې ته وهڅوي چي ځان پوليسو ته تسليم کړي.