1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له طالبانو سره تړون له پاره د امنيت شورا ملاتړ غواړي

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

امريکا غواړي په افغانستان کي له طالبانو سره د خپل تړون له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ملاتړ ترلاسه کړي. د ډيپلوماتانو په حواله، واشنگتن نن هغه پريکړه ليک رايه اخيستني ته وړاندي کړ، چي د امريکا د تړون ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/3Z9Gz
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

په هغه مسوده کي چي د فرانسې خبري آژانس ته رسيدلې ده، راغلي دي چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د کابل له حکومت څخه غوښتي دي چي د سولې پروسه پر مخ بوزي او په بين الافغاني خبرو اترو کي برخه واخلي.

په دغو خبرو اترو کي به د ښځو په شمول افغاني سياستوال او مدني ټولني هم گډون کوي.

د امريکا متحده ايالاتو له خوا وړاندي سوي مسودې په متن کي همدارنگه راغلي دي، چي د امنيت شورا د بين الافغاني خبرو اترو شروع کيدو ته تیاره ده، د کوم پر اساس  چي به په ۲۰۱۱م کال کي د انفرادي  کسانو او ډلو پرضد د ملگروملتونو له خوا وضع سوو بنديزونه هم د سره ارزيابي کيږي. په دې ډول سره به نو د «سولي پروسې څخه ملاتړ» وسي.

د امريکا متحده ايالاتو د فبرورۍ مياشتي په پای کي له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چي په افغانستان کي د دايمي سولې د راتلو له پاره يې لاره هواره کړه.

په اول قدم کي دا په نظر کي نيول سوي چي امريکا متحده ايالات به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کي خپل د ټولو ځواکونو شمير چي څه د پاسه ۱۲ زره دی، ۸۶۰۰ ته راکم کړي او په دغه هيواد له تقريبأ ۲۰ نظامي اډو څخه پنځه وتړي.

ددې په مقابل کي بايد طالبان ډاډ ورکړي چي د القاعده او داعش پرضد به جنگيږي او په کابل کي د افغان حکومت سره د سولې خبري پيلوي. که طالبان خپلي دغه ژمني پوره کړي، نو امريکا متحده ايالات او متحدين به يې د ۱۴ مياشتو په جريان کي خپل ټوله ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.