1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو په ايستلو پېل وکړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

امريکا په افغانستان کې له خپلو دوو پوځي اډو څخه د عسکرو ايستل پیل کړي دي. په دې توگه دغه هېواد خپله هغه ژمنه پر ځای کوي چې له طالبانو سره یې د يوه تړون په ترڅ کې کړې وه.

https://p.dw.com/p/3Z83f
Afghanistan Zabul - U.S. Soldat
انځور: picture-alliance/dpa/ISAF

امريکا متحده ايالات د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۰ نیټه) له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ايستلو پېل وکړ، په هغه ورځ چې اصلاً د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پېلېدو له پاره په نظر کې نيول شوې وه.

امريکا متحده ايالات غواړي په افغانستان کې د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسوي، په دې موخه له طالبانو سره په دوحه کې په ترسره شوي تړون کې پر دې توافق وشو چې په ۱۴مياشتو کې دننه به له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووځي او په بدل کې به یې طالبان پر خپلو امنيتي ژمنو ودريږي.

په تړون کې راغلي دي چې امريکا به لومړی د خپلو عسکرو شمير دمگړۍ څه نا څه ۱۲۰۰۰ ته رسيږي، د جولای مياشتي تر نيمايي پورې ۸۶۰۰ ته راټيټ کړي او په ټول هېواد کې له پرتو کابو ۲۰ پوځي اډو څخه یې ۵ وتړي.

يوه امريکايي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي دي چې د هلمند په مرکز لښکرگاه کې له پرتې يوې اډې څخه د عسکرو ايستل پېل شوي دي.

په افغانستان کې د امريکا د پوځ وياند ساني لاگيت د ترهگرۍ ضد او د افغان ځواکونو د ملاتړ عملياتو ته په اشارې سره وويل د عسکرو پر کمولو سربيره به هم امريکايي ځواکونه «زموږ د اهدافو د ترسره کولو له پاره ټول نظامي ابراز او وړتياوې» حفظ کړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي دي چې د «۲۰ او ۳۰» ترمنځ بهرني ځواکونه له لښکرگاه څخه وتلي دي.

bs/nz (AFP)