1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا عراق ته نور عسکر لېږي

۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه

له داعش څخه د عراق د موصل ښار د بيرته نيولو تر عملياتو دمخه امريکا پريکړه کړې ده چي دغه هيواد ته ۶۰۰ نور عسکر ولېږي. دوی به د عراق د امنيتي ځواک ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/2QiTZ
USA Soldaten im Irak Krieg
انځور: picture-alliance/Photoshot

په عراق کي د داعش د پوخ سنگر موصل ښار د بيرته نيولو عملیاتو ته د تیاري په درشل کي امريکا متحدو ايالاتو پريکړې کړې ده چي دغه هيواد ته اضافي عسکر ولېږي.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير اشتون کارتر، ويلي دي چي جمهوررئيس بارک اوباما او د عراق لومړی وزير حيدر العبادي، سره سلا سوي دي چي په عراق کي نور امريکايي ځواکونه ځای پر ځای سي. دغه عسکر به د عراق امنيتي ځواک لوژستيکي ملاتړ کوي.

د عراق د لومړي وزارت دفتر د معلوماتو له مخي، د عراق حکومت تر دې دمخه له امريکا متحدو ايالاتو څخه د «وروستي» وار له پاره د نورو ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې وه، څو د موصل ښار د بيرته نيولو عملياتو په برخه کي مرسته وکړي.

په عراق کي اوس هم ۴۶۰۰ امريکايي ځواکونه مېشته دي. د دوی ډېری د عراق امنيتي ځواک او کردانو «پيشمرگه» ملېشو ته پوځي روزنه ورکوي.

ځيني امريکايي عسکر په عراق کي له داعش سره مځکنی مخامخ جنگ هم کوي. درې تنه امريکايي عسکر د داعش جنگيالیو وژلي دي. په گاونډي هيواد سوريه کي هم په سونو امريکايي عسکر د داعش ضد ډلو چي پکښې کردي ملېشې هم شاملي دي، ملاتړ کوي.

موصل په عراق کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) وروستی ستر مرکز دئ. په دغه سيمه کي د عراق ډېر خام تيل سته. يوه مياشت دمخه د عراق امنيتي ځواکونو د امريکا په مشرتوب ائتلافي ځواکونو د هوايي ملاتړ په مرسته د دغه هيواد په شمال کي کجاره ښار ونيو. امنيتي ځواکونه غواړي چي اوس له دغه ښاره د موصل د بيرته نيولو عمليات پيل کړي.

داعش د ۲۰۱۴م کال په دوبي کي موصل او د هغه اړوني سيمي ونيولې.

نور مطالب