1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: روسیه ډېر ژر نورې اوکرايني سيمې هم ضم کولی شي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

امريکا وايي داسې «د باور وړ» پټ اطلاعات لري چې روسیه به په مې میاشت کې د دونيڅک او لوهانسک په ګډون درې اوکرايني سيمې په خپله دولتي ساحه کې د ضم کولو هڅه وکړي. په اوکراين کې تر اوسه تر دريو زرو ډېر ملکيان وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4Alek
Ukraine Zaporizhzhia Kinder Evakuierung
انځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

امريکا متحده ايالات وايي دا چې روسيه اوس  د پلازمينې کيف  په نيولو کې پاتې راغلې ده نو له دې کبله اوس مسکو د اوکراين د ختیځ ځينې سيمې په ځانګړي توګه لوهانسک او دنيڅک په څېر سيمې په رسمي توګه په خپله دولتي ساحه کې د ضم کولو پلان جوړوي.

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان «او اس سي ای» کې د امريکا ځانګړي استازي مايکل کارپنتر په حواله «روسیه د مې مياشتې په نيمايي کې دغه اوکرايني سيمې په خپله دولتي ساحه کې د شاملولو له پاره د لاس په کار کيدو اراده لري.»

نوموړي زياته کړې چې روسیه د خیرسون سيمې له پاره همداسې يو پلان لري. کارپنتر په واشنګټن کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې امريکا په دې آند ده چې «دا پټ اطلاعات ډېر د باور وړ دي.»

هغه ويلي دمګړۍ وضعيت دا ډول دی چې روسیې چې د لویدیځ پر کومو سيمو ولکه کړې ده، له هغوی څخه د ګټې پورته کولو د هڅې سره سره به دغه هېواد د لویدیځ پر بندري ښار اوديسا هم هوايي بريدونه جاري وساتي.

له ماريپول څخه به تخيله دوام ولري 

د ماريپول ښاري شورا پخپله فيسبوک پاڼه باندې ليکلي چې د ښار تخليه به نن، سه شنبه هم دوام ولري. پر فيسبوک پاڼه کې راغلي: «ملګرو ملتونو او د سره صليب کمېټې د سه شنبې د ورځې له پاره د ښاريانو پر تخلیې توافق کړی دی.»

په اوکراين کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د بيړنيو پېښو همغږي کوونکې آنيا وولز د آلمان فونکه رسنیزې ډلې ورځپاڼو ته ويلي چې په بندري ښار ماريپول کې بشري وضعيت «د بشپړې تباهۍ يوه منظره وړاندې کوي.»

نوموړې وويل چې تر کومه حده چې د ويجاړۍ خبره نو بوچا، ارپين او هوستوميل یې پر وړاندې هیڅ نه ول. هغې وويل: «دمګړۍ د اوکراين په جنوب لوېديځ کې کلابند بندري ښار ماريپول ته د مرستندويه توکو رسول کابو ناممکنه خبره ده. هغه خلک يوازې پر خپله تکيه ژوندي دي.»

تر دريو زرو ډېر ملکيان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسارۍ دفتر دا خبره تائيد کړې ده چې پر اوکراين د روسیې د فيبرورۍ پر ۲۴مه نيټه د بريد له پېل راهيسې تر اوسه هلته د وژل شويو ملکيانو شمير تر دريو زرو هم اوښتی دی.

ياد دفتر د دوشنبې په ورځ وويل چې د رسمي شميرو پر اساس په اوکراين کې تر اوسه ۳۱۵۳ ملکيان وژل شوي دي خو ښايي حقیقي شميرې تر دې هم لوړ وي ځکه چې د لاسرسي ستونزې موجود دي چې له کبله یې د ځینو خبرونو د تائيدولو عمل ډېر ستونزمن دی.

د ملګرو ملتونو دې دفتر دا هم ويلي چې زياتره دغه عادي وګړي د داسې توغنديو، هوايي بريدونو او وسلو هدف ګرځيدلي چې د چاودنو اغیز یې ډېره پراخه ساحه تر پوښښ لاندې راولي.

آلمان: د سولې تر تړونه پر روسیې بندیزونه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وايي چې پر روسیې به بندیزونه تر هغه وخته پورې په خپل ځای پاته وي چې ولسمشر ولاديمیر پوتين له اوکراين سره د سولې يو تړون لاسليک نه کړي.

هغه وويل: «موږ به بندیزونه تر هغه لغوه نه کړو، تر څو چې پوتین له اوکراین سره يوه تړون ته ونه رسيږي. هغوی د سولې  په خپلو شرائطو سره د داسې کوم تړون ته نه شي رسيدلی.»

شولڅ زياته کړه چې آلمان به هيڅکله هم له روسیې سره د کريميا الحاق په رسميت ونه پيژني.»

ب. ص/ خ. ح (afp, dpa, AP, Reuters )