امريکا د ايران پر وړاندي اسرائيل تقويه کوي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبهد امریکا د دفاع وزیر اسرائیلو ته د پرواز پر مهال خبریالانو ته وویل چې اسرائیل حق لري د ایران پر وړاندي له ځانه دفاع وکړي. هغه زیاته کړې ده چې امریکا او اسرائیل دواړه یو هدف لري چې هغه اتومي وسلو ته د ایران د رسیدو مخنیوی دی.
هیگل وویل چې اسرائیل او امریکا په دې اړه یو له بل سره د نظر يو څه اختلاف لري چې ایران کله د اتومي بم د جوړولو بشپړه وړتیا ترلاسه کولای شي.
امریکا متحده یالات، اسرائیل او اروپايي ټولنه پر ایران باندي تور لگوي چې دغه هیواد د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو ایران دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروگرام یې یوازي سوله ییز اهداف لري.
هېگل به د خپل دې سفر په ترڅ کې اردن، سعودي عربستان، مصر او د عربو متحده امارتو ته سفر وکړي. په دې سفر کې به هغه له اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د معاملو په اړه خبرې اترې وکړي.
د لوړ تخنيک لومړي صادرات
د رسنيو د راپورونو له مخي اسرائيل به داسي توغندی ترلاسه کړي، چي د مقابل طرف د رادار سيستم له منځه يوسي او دغه راز به خپل رادار قوي کړي او ټانکر الوتکي به هم ترلاسه کړي. اسرائيل به دغه راز له امريکا متحده ايالاتو څخه داسي الوتکي وپيرې (د راپور عکس) چي امريکا ئې په لومړي ځل صادروي.
دغه V-22 الوتکي د څرخۍ الوتکي په شان ناسته او پرواز کولای سي او بيا لکه یوه عادي الوتکه واټن وهي. دغه لوتکي د سمندري ځواکونو د انتقال په برخه کي کاريږي.
دغه سيستم کيدای سي د ايران پر اتومي تاسيساتو باندي د اسرائيلو احتمالي يرغل له پاره ډير اهميت ولري.
جنگي الوتکي او توغندی.
د عربو متحده امارات غواړي چي د پنځو ميلياردو ډالرو په ارزښت ۲۶، F-16 جنگي الوتکي او دغه راز له هوا څخه مځکي ته نوي توغندی وپيري. سعودي عربستان هم دغه ډول توغندی او امريکايي جنگي الوتکي ترلاسه کوي.