1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا به ډېر ژر بيا له طالبانو سره خبري پيل کړي

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

امريکا متحده ايالات غواړي چي تر درې مياشتني ځنډ وروسته د افغانستان د سولي په اړه له طالبانو سره بيا خبري اتري پيل کړي.

https://p.dw.com/p/3UFnL
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وويل چي د دغه هيواد ځانگړی استازی زلمی خليلزاد له طالبانو سره د خبرو له پاره قطر ته سفر کوي.

د يوه افغان چارواکي په خبره، زلمي خليلزاد د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي له طالبانو سره خبري اتري به «پر بين الافغاني خبرو» او په سوله ايزه توگه د جگړې پر ختمېدو باندي متمرکزي وي. پر دې سربيره به د زورزياتي د کمېدو په اړه خبري وسي چي دا به بيا يوه اوربند ته لاره اواره کړي.

د ارگ د انترنت پاڼې په حواله ولسمشر غني هم له خليلزاد سره په ليدنه کتنه کې د اوربند او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزه د تمرکر پر سر خبرې وکړې. افغانستان ته د ولسمشر دونالد ترمپ د سفر پر وخت هم دې دواړو مشرانو دوامدارې سولې د رسېدو په موخه پر دې موضوع خبرې کړې وې.

د روان کال په سپتمبر مياشت کي په افغانستان کي تر څو خونړيو چاودنو وروسته د امریکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ له طالبانو سره خبري «مړې» اعلان کړې.

د هغه مهال خبري اتري پر دې باندي راڅرخېدلي چي يو شمېر امريکايي عسکر به له افغانستان څخه وځي، طالبان به له القاعدې سره اړيکي پرې کوي او له داعش سره به مبارزه کوي او له افغان چارواکو سره به خبرو اترو ته کښېني.

تيره اوونۍ د امریکا جمهوررئيس دونالد ترمپ په افغانستان کي د خپلو عسکرو د ليدو له طالبانو سره د خبرو اترو د بيا پيلېدو اعلان وکړ. هغه وويل: «طالبانو غوښتل يوه معامله وکړي».

وسله والو طالبانو بيا د ترمپ خبرو ته په احتياط سره غبرگون وښود: د خبرو اترو د بيا پيلولو خبره «ډيره وختي» وه.

ترمپ غواړي چي په افغانستان کي له ۱۹ کلنو راهيسي رواني کورنۍ جگړې ختم په ۲۰۲۰م کال کي هم د خپل بهرني سياست موخه وگرځوي.

خو وسله وال طالبان بیا افغان حکومت د امریکا متحده ايالاتو لاسپوڅی بولي او تر اوسه پوري يې له اوربند څخه ډډه کړې ده.

nz/sb (AFP)