1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی سياستوال:« تر ۱۴ کلنۍ کښته نجوني دي حجاب نه کوي»

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

د جرمني د مسیحي دیموکراټانو یوه سیاستوال د خپل گوند څخه غوښتي، چي د مهاجرت او ادغام په برخه کي دي ډیره هڅه وکړي. په دې اړه هغه په مکتبو او وړکتونو کي د تر ۱۴ کلنۍ کښته نجونو حجاب منع کیدل غواړي.

https://p.dw.com/p/3T6XX
Deutschland Symbolbild Schülerin mit Kopftuch
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl

د جرمني په پارلمان کي د اتحادي گوندونو د فراکسیون د مشر مرستیال او مسیحي دیموکراټانو سیاستوال ، کارسټن لینه من، نن جمعه (د اکتوبر پر ۱۵ مه نیټه )  المانۍ فرانکفورتر الگماینه څایټونگ ته ویلي دي، چي د مهاجرت دکلتوري پسمنظر اهمیت ته اوس هم ډیره لږ توجه کیږي. موږ یې باید د سیاسي اسلام څخه شروع کړو.»

لینه من همدارانگه په مسجدونو او مسجدونو د راجستر کولو د تمویل په برخه کي د شفافیت د یوه قانون غوښتنه هم وکړه. په خبره یې د ملایانو او امامانو ویزه باید د هغوی د الماني ژبي له زده کړي سره مرتبط سي:« د ژبي کورسونه باید مکلفیت وگرزي او د نه مراعتولو په صورت کي باید د مجازاتو سره مل وي.»

Symbolbild | "Antimuslimischen Rassismus"
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/F. Rumpenhorst

ده په مسیحي دیموکراټانو گوند کي د«ښئ اړخي تغیر» ادعا رده کړه. خو ویې ویل، ددې له پاره چي د امنیت، مهاجرت او ادغام په برخه کي اعتماد بیرته رامنځته سي، د قانونیت تطبیقولو ته ضرورت احساسیږي. په نظر یې،« که موږ دغه اعتماد بیرته رامنځته نه کړو، بیا نو موږ د یوه ولسي گوند په حیث هیڅ چانس نه لرو.»