1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

الشباب په نایروبي کې پر یوه هوټل برید کړی

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

د سایت استخباراتي ګروپ چې د جهادي ډلو فعالیتونه څارې ادعا کړې چې د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د الشباب ډلې د یوه برید مسوولیت منلی دی. لا تر اوسه پورې د پیښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته.

https://p.dw.com/p/3BaxS
Kenia Nairobi Explosion und Schüsse in Hotel und Bürogebäude
انځور: Reuters/T. Mukoya

د سایت په نامه استخباراتي ډلې چې د جهادي ډلو فعالتونه څاري نن د سې شنبې په ورځ ویلي چې د کینیا په پلازمینه نایروبي کې پر یوه هوټل باندې د برید مسوولیت الشباب اسلام پالې ډلې منلی دی.

له القاعدې ډلې سره اړیکې لرونکې الشباب، په دې ډلې پورې تړلي خبري آژانس ته ویلي چې دوی په نایروبي کې د «ډوسیټ ډي ۲» په نامه هوټل باندې برید کړی. دغه برید د کینیا په غربي برخه کې شوی دی. د معلوماتو له مخې د برید پرمهال د ډزو او چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

امنیتي ځواکونه اوس سیمې ته رسیدلي دي خو لا تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته.

په کینیا کې وخت نا وخت الشباب ډله دغه راز بریدونه کوي. په ۲۰۱۳م کال کې د کینیا په یوه بازار کې د الشباب ډلې په یوه برید کې لسګونه کسان ووژل شول. د دې ترڅنګ د کینیا پر یوه پوهنتون باندې د یادې ډلې په یوه بل برید کې نزدې ۱۵۰ زده کوونکي وژلي وو.