افغانې میرمنې د کډوالو د روزنې جایزه وګټله
۱۳۹۴ شهریور ۲۴, سهشنبهعاقله اصفي چې اوس ۴۹ کاله عمر لري، په ۱۹۹۲ کال کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړه او هلته یې د پنجاب په «کوټ چندا» سیمه کې ژوند پیل کړ. په دې سیمه کې ډیرو نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیده.
که څه هم هغې ډیر کم امکانات په لاس کې لرل، خو دغې افغانې میرمنې د سیمې اوسیدونکي دې ته قانع کړل چې خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي. اوس په دغه کلي کې له زرو څخه زیاتې نجونې ښوونځي ته ځي. خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې اوس هم په پاکستان کې میشت له ۸۰ سلنه څخه ډیر کډوال ماشومان ښوونځیو ته د تلو امکانات نه لري.
میرمن اصفي ته د هغې د خدمتونو له کبله د «د کډوالو ننسن جایزه» ورکړل شوه. دغه جایزه چې ۱۰۰۰۰۰ ډالره ده، په راتلونکې میاشت کې په ژینو کې میرمن اصفي ته ورکول کیږي. دغه پیسې بیا د ګټونکې له خوا د هغو پروژو د تمویل له پاره کارول کیږي چې له پخوا یي کار روان دی.
اصفې ویلي دي: «که یوه مور زده کړې وکړي، تاسو به په یقین سره چې روزل شوي نسلونه ولرئ. زه هیله لرم چی نړیوال به یوه ورځ افغانستان د جګړې له کبله نه، بلکې د زده کړو د ستندرد له کبله په یاد ولري.»
اوس مهال په پاکستان کې ۲.۶ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په حواله دا په نړۍ کې په یوه ځای کې د یوه هیواد د کډوالو تر ټولو لوړه شمیره ده.
ډیر شمیر افغان کډوال په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته، خپل هیواد ته ستانه شول خو ډیر شمیر یې د ناامنیو له کبله یو ځل بیا د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر انتونیو ګوتیریس، ویلي دي: «د کډوالو د زده کړو په برخه کې پانګونه، کولای شي چې د ناامنۍ او جګړې حلقه ماته کړي.»