1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پر اوربند د ټینګار سربیره هم د تاوتریخوالي ډېرېدل

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغې اعلامیې هرکلی کړی چې په هغې کې پر دایمي اوربند ټینګار شوی. د امنیت شورا اعلامیه څه وايي او د جګړو د ډېرېدو ترشا عوامل څه دي؟

https://p.dw.com/p/3ikf5
Afghanistan - Taliban und Anwohner feiern  Eid al Futr während Waffenstillstand
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې افغانستان کې د سولې لپاره یو بې ساری نړېوال ملاتړ رامنځته شوی، چې له دغه فرصت باید ګټه واخېستل شي.

نوموړي په خپلو وروستیو ټویټ پيغامونو کې په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اعلامیي هم هرکلی کړی دی.

« د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار شوی.»

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې دا د افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده.

د نوموړي پروینا د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې څه دي؟

د افغان سولې په اړه د امنیت شورا په یوه وروستۍ اعلامیه کې چې د سپټمپر په ۱۸مه خپره شوې راغلي چې افغانستان کې دایمي سوله یواځې د افغانانو په مشرۍ د سولي بهیر په مټ شونې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د دغه بهیر بنسټیزې موخې دا دي چې هم د یو ټولیز او دایمي اوربند ترڅنګ باید یوه ټولمنلې سیاسي هوکړه رامنځته شي.

د سولې هڅو سره همهاله د تاوتریخوالي ډېرېدل

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د یوه عمومي بشري اوربند غږ کړی خو د افغانستان له ډیری ولایتونو د تاوتریخوالي ډېرېدو راپورونه ورکول کیږي. کورنیو چارو وزارت وايي په تېرو څو ساعتونو کې ماین چاودنو په پکتیکا او بلخ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵ ولسي وګړي وژلي.

سره له دې چې طالبانو تل هغو بمي چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي چې قربانیان یې ولسي وګړي وي، خو افغان چارواکي د دغو پيښو مسئولين وسله وال طالبان بولي.

په همدې حال کې د افغان ځواکونو یوه هوايي برید په کندز کې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

په وژل شویو کې ۱۲ کسه ولسي وګړي دي، خو ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې د کندز د شنبې ورځې هوايي برید کې یې ۳۰ طالبان وژلي.

طالبان ولې اوربند ته غاړه نه دي؟

د عامو افغانانو، افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د اوربند په اړه د وروستۍ غوښتنې سره سره هم طالبانو ویلي چې د سولې خبرو ترڅنګ به جګړې ته هم دوام ورکوي.

د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل، طالبان له جګړې څخه د یوې ګټونکې وسیلې په توګه کار اخلي او ترڅنګ یې د جګړې په دوام سره د خپلو جنګیالیو روحیه تازه ساتلې.

«بله مهمه خبره دا ده چې دوی د دې جګړې له لارې اوس عملا سیمي نیسي او دولتي سیمي لاندې کوي. دغه راز د دولت حاکمیت یې تر ښارونو محدود کړی او په ښارونو کې یې هم ډیر کوچنی کړی.»

د ښاغلي حقپال په خبره طالبان په راتلونکي واک کې د ډېرې ونډې لپاره پراخې جغرافیې ته اړتیا لري چې اوس یې عملا پردغه کار لاس پورې کړی. د چارو د دغه کتونکي پر باور دلته ډير رول د امریکا دی چې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې حقیقي فشار راوړي.

نصرت الله حقپال ټینګار کوي چې که د سولې بهیر کې افغان حکومت او طالبان خپلسرۍ ته پرېښودل شي، نو ښايي دا بهیر بریالیتوب ته ونه رسیږي.

اسماعیل شاکر – کابل