1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شوی

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، ددغه کمپاین پرمهال به شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.

https://p.dw.com/p/4LAKA
آرشیف انځور: افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین
آرشیف انځور: افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاینانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل دویچه ویله ته وویل، د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نن دوشنبې (د ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر ۱۹مه) د افغانستان د ۲۶ ولایتونو په ۲۴۲ ولسوالیو کې په سرتاسري توګه پيل شوی دی.

امرخیل زیاته کړه: «په دغه کمپاین کې به تقریبا د ۷ میلیونو په شاوخوا کې ماشومانو ته واکسین تطبیق شي، له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه داده چې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو په پروسه کې له مونږ سره همکاري وکړي، ترڅو افغانستان کې د پولیو ناروغی څخه مخنیوی وشي.» 

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال افغانستان کې د پولیو دوه مثبت پېښې شته.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان په پولیو یا ګوزڼ اخته کیږي.