1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د هدفي وژنو دوام، حکومت ولې سپیناوی نه کوي؟

۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبه

افغانستان کې د هدفي وژنو پر دوام د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم اندېښنه ښودلې. د حکومت ځواب څه دی؟

https://p.dw.com/p/3nkZ9
Afghanistan Kabul | Anschlag mit Autobombe
آرشيف انځورانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هدفي وژنو دوام اندېښمن کوونکی دی. د هدفي وژنو پر دوام نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ ۱۰مه) د کابل په کارته نو سیمه کې مقناطیسي ماین چاودنې د عامه تصدۍ د ساتنې ادارې د ویاند ضیاء ودان په ګډون درې کسه ووژل.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، حکومت باید په دې اړه ځواب ووايي: «خبر دی چې نن سهار بیا یې په یوه هدفي برید کې څو ځوانان ووژل، چا د ځوان او لوستي ځواک په له منځه وړلو پسې رااخېستې؟ زمونږ هم نسلان وژني او زمونږ راتلونکې هیلې رژوي، سوله به هدېرو او پرېښودل شویو ښارونو او کلیو ته راشي؟»

اغلې اکبر غږ کړی چې وینه تویول دي ودرول شي.

ایا حکومت ځواب لري؟

حکومت په هېواد کې د هدفي وژنو د دوام اصلي عاملین طالبان بولي، دغه راز په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویاند سوني لګیت هم تور پورې کړی چې د هدفي وژنو تر شا طالبان لاس لري. خو د دې ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم څو ورځې وړاندې دا تور په کلکه رد کړ. نعیم ویلي دا راز وژنې هغه څوک کوي چې په افغانستان کې د سولې او اسلامي نظام د ټینګښت مخالف دي.

ولسمشر غني په کابل کې د نننۍ مقناطیسي ماین چاودنې په ترڅ کې د ضیا ودان په ګډون د عامه ساتنې د تصدۍ ادارې د درې نورو کارمندانو د وژنې په غبرګون کې ویلي چې پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.

د ارګ یوې اعلامیې په دې اړه د ولسمشر غني له قوله لیکلي: «د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.» 

خو د چارو یوشمېر کتونکي وايي، دا تر ټولو زړه بوږونکي ده چې هدفي وژنې دوام کوي خو طالبان یې د حکومت او حکومت یې د طالبانو کار بولي. سیاسي شنونکي مطعیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل: «حکومت ولې وضاحت نه ورکوي؟ دلته دوه یا درې علتونه دي په ځینو هدفي وژنو کې زه فکر کوم په خپله حکومت لاس لري او که لاس نه لري، د وضاحت ورکولو وړتیا پکې نشته.»

د ښاغلي ابراهیم زي پروینا، اوسمهال حکومت په بشپړه توګه له یوې سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی، ځکه که چېرې د دغو هدفي وژنو سپیناوی وهم کړي، مسؤلیت یې پردوی راځي.

د کابل ښار یوه ټکسي چلونکي راته وویل، د غني په واکمنۍ کې ډير لوستي او په کارپوه ځوانان ووژل شول او لاهم وژل کیږي. ده د موټر پر ګېر اېښي لاس ته اشاره وکړه چې په مرمیو لګېدلی او د زخمونو نښې پکې له ورایه معلومېدې. ده وویل: «د غني په حکومت کې ما په خپل بدن یوولس مرمۍ خوړلې او اوس په اسانۍ د موټر ګېر هم نه شم بدلولی دغه راز دوه ورونه مې شهېدان شوي خو دغه حکومت مې پوښتنه هم نه ده کړې.»

په هېواد کې له روانو ناامنیو او وژنو څخه اندېښنې او فریادونه داسې مهال دي چې ولسمشر غني له سی این این سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د ده په واکمنۍ کې شاوخوا ۴۰ زره پوځي او ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اسماعیل شاکر – کابل