1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د نجونو پر ترانو د ممانعت پر ضد انترنتي کمپاين

۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبه

د افغانستان پوهنې وزارت هغې خبرې چې له ۱۲ کالو مشرې نجونې دې په ښوونځيو کې ترانې نه وايي، په ټولنيزو رسنيو کې ډېر غبرګونونه راپارولي دي. چارواکو اوس دغه پرېکړه تېروتنه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3qaFA
Afghanistan Herat | Coronavirus | Schulunterricht
انځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

په تويتر کې د #IAmMySong يا «زه خپله سندره يم» تر هېشتګ لاندې فعاليتونه چټک شوي دي چې ځينو افغانو نجونو پکې د کمرې په وړاندې د خپلې خوښې سندرې ويلي دي. همدا راز هغسې غوښتنليکونه هم خپاره شوي چې پکې د دغې پرېکړې د بېرته اخيستل کېدو غوښتنه شوې ده.

دغه بحث داسې مهال تودیږي چې د ښځو د حقونو فعالان او د مدني ټولنې ډلې په تېرو شلو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې د شويو پرمختګونو د ساتنې هڅه کوي. دغه خبره له ياغي ډلو او په تېره بيا له طالبانو سره د خبرو يوه مهمه موضوع هم ده.

څو موده وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په رسمي مراسمو کې د نجونو د ترانو د ممانعت خبر ورکړی وو. خو د دغه وزارت ویاندې نجیبه آرین ټینګار کوي چې د اعلامیې لیکونکي اشتباه کړې ده. د هغې په خبره په تازه اعلامیه کې راغلي چې د هلکانو او نجونو د متوسطه ښوونځیو د موسیقۍ ډلې نور له فعالیته منع شوي دي. 

اوسنی وضعيت ښيي چې د نجونو او ښځو حقونه د افغانستان د اوږدې جګړې په دواړو خواو کې د قرار لرونکو محافظه پالو عناصرو له خوا ګواښل کيږي. سيما سمر چې د لسيزو راهيسې د بشري حقونو فعاله ده، د جمعې په ورځ وويل چې «دا د جمهوريت له دننه څخه طالباني کېدل دي.»

په تويتر کې د هېشتګ روان کمپاين احمد سرمست پيل کړی دی چې د افغانستان د موسيقۍ د انستيتوت بنسټ ايښودونکی دی. دغه کمپاين څه باندې ۶۰۰ زره کليکونه لرلي دي. دغه خبره په پاکستان کې د مېشت سازمان بايټزفورآل (BytesforAll) کارکوونکی، هارون بلوچ، کوي چې د انترنېټ فعاليتونه څاري. د هغه په خبره ګراف يې لا د لوړېدو په حال کې دی. سرمست دغه کمپاين پيل کړ څو چارواکي پوه کړل شي چې افغانان له دغې پرېکړې سره مخالفت لري او د ماشومانو له حقونو سره ولاړ دي، که هغه د هلکانو او که د نجونو حقونه وي.

د يوه بل ټويټ په حواله د افغانستان په ټولو ولايتونو کې سل زره لاسليکونه هم راټول شوي دي څو د دغې پرېکړې پر ضد اعتراض وشي.