افغان حکومت وایې چې ترڅو طالبانو اوربند نه وي اعلان کړی پرضد به یې پوځي عملیات روان وي. له طالبانو سره د افغان حکومت اعلان شوی اوربند له نن څخه پيل شو، خو دې ډلې لا هم د حکومت اوربند ته مثبت ځواب نه دی ویلی. افغان شنونکي وایې چې له طالبانو سره لنډمهاله او یو اړخیز اوربند ګټه نه لري.