افغانستان: په کرونا د اخته کسانو شمیر ۱۶ ته لوړ سو
۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبهد افغانستان مسئول صحي مقامات وايي چي په دغه هیواد کي په کرونا د اخته کسانو تعداد ۱۶ ته رسیدلی دی. د عامي روغتیا د وزارت ویاند، وحید مایار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي د هرات، کاپیسا، سمنگان، بلخ او دایکنډي په ولایتونو کي د کرونا ویروس مثبتي پيښي لیدل سوي دي.
ویاند اضافه کړې ده چي په هرات کي ۱۰، سمنگان کي ۳ او نورو درو ذکر سوو ولایتونو هر یوه کي یو یو کس په کرونا ویروس (کووید ۱۹) باندي اخته سوي دي. د دغه وزارت مقاماتو همدارنگه ویلي دي چي د هغوی په لابراتوارو کي ۲۰۶ مشکوکې واقعې معاینه سوي چي ۱۹۰ یې منفي وې. او په اوس وخت کي ۵۶ نوري مشکوکې نمونې تر معایناتو لاندي دي.
دغه وزارت همدارنگه اعلان کړی دی چي په ټوله هیواد کي یې شدید وقایوي تدابیر تر لاس لاندي نیولي دي. د مایار په خبره هغه مسافرین چي د ایران، چین، ایټالیا او جنوبي کوریا څخه بیرته خپل هیواد ته راځي او په هغه صورت کي چي یې د کرونا ویروس علایم په بدن کی ولیدل سي د «ایزولیشن» يا انزوا مراکزو ته لیږل کیږي. هغه ټینگار وکړ چي د افغانستان حکومت په سرحدونو او هوايي میدانونو کي هم جدي اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي.