1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتافغانستان

افغانستان: په يوه ترافیکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان په شمال کې د ټرافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي. د طالبانو د ادارې په وینا، په دغه پېښه کې ۳۴ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4iN2m
د ارشیف عکس: د يوه ټکر شوي موټر انځور
افغانستان: په يوه ترافیکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه شويانځور: Herat Gov Press office

دافغانستان په شمال کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پيښه کې ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو ادارې د معلوماتو له مخې، یو مسافروړونکی بس له کابله د شمالي ولایتونو پر لور روان و چې چپه شوی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په بغلان ولایت کې د طالبانود اطلاعاتو او کلتور رئیس مصطفی هاشمي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، چې دغه پېښه پر هغې لویې لارې شوې چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د هغه په وینا، په مړو شویو کې ۱۲ نارینه، دوې مېرمنې او درې ماشومان دي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېرې لوړې شوي دي. د ځايي رسنۍ طلوع‌نیوز له لوري خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې مسافر وړونکی بس له سړکه کچې ته اوړي او چپه کېږي. ویل شوي، په دغه موټر کې ۵۱ مسافرو سفر درلود، خو تر اوسه یې د اوښتو کره لامل نه دی په ډاګه شوی.

په افغانستان کې دا وړ ډېرې ټرافیکي پېښې کېږي، چې د سړک خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي، لوړ سرعت او ټرافیکي اصولو او مقرراتو ته د چلوونکو نه پاملرنه یې عمده عوامل ګڼل کېږي.

د همدې ۲۰۲۴ کال په مارچ مياشت کې په هلمند ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس او د تېلو ټانکر د ټکر له امله ۲۱ کسان مړه او ۳۸ ټپیان شوي دي. همدا راز، د ۲۰۲۲م کال په ډیسمبر کې شمالي سالنګ کې یو ټانکر د چپه کېدو او اور اخیستو په پېښه کې ۳۱ کسان مړه او لسګونه ټپیان شوي ول.

(AFP)PA/OD/si

په ماهيپر کي ماشوم ترافيک