1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هوایي ډزو کې حداقل ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه

په کابل کې ایمرجنسي روغتون تائیدوي چې دغه روغتون ته ۲ جسدونه او ۱۰ تنه ټپیان ور وړل شوي دي. په ننګرهار کې هم هوایي ډزو مرګ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/3zv1S
Afghanistan | Kabul Airport Explosion
انځور: REUTERS

طالبانو د جمعې په ماښام د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړي توګه کابل کې هوایي ډزې وکړې. سرچینو له دویچه ویله سره په خبرو کې تائیده کړې چې د ابتدایي شمیرو له مخې د هوایي ډزو په پایله کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ایمرجنسي مسئولین رسنیو ته ویلي دي چې د جمعې په ماښام ورته د دوو تنو جسدونه او لس تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

پر کابل سربیره په ننګرهار کې د طالبانو یو شمیر سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دې ولایت کې هم د هوایي فیرونو په پایله کې ۱۷ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، لیدل کیدل چې په هغو کسانو کې چې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده اکثره یي ښځې او ماشومان دي.

د دغو هوایي ډزو د پیلیدو پر مهال د طالبانو یوه ویاند دویچه ویله ته وویل چې د دغو ډزو د انګیزې په اړه معلومات نه لري.

تیر ماښام دغه ډزې وروسته له هغې پيل شوې چې په ټولنیزو رسنیو کې د پنجشیر د سقوط کیدو په اړه نا تائید شوي خبرونه خپاره شول.

د ټولنیزو شبکو یو شمیر کاروونکو دغه ډزې د پنجشیر له سقوط سره نسبت ورکړی او یو شمیر نورو بیا ویلي وو چې ممکن دغه ډزې کابل ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له راتګ سره سم پيل شوې وي.

په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدلې د دغو ډزو د ویروونکي حالت ښکاریندویي یې کوله چې یو شمیر طالب مشران یي په غوسه کړي وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه د دغو هوایي ډزو د دوام پر مهال د خپلو جنګیالیو څخه وغوښتل چې له هوایي ډزو څخه دې ډډه وکړي. نوموړي زیاته کړه هغه مرمۍ چې فیر کیږي د بیت المال برخه ده او هیڅ څوک یې د ضایع کولو حق نه لري.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ق.ن