1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ولې د کووید ناروغانو خپلوان په روغتون کې شپې تیروي؟

۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبه

د افغانستان د کووید – ۱۹ناروغۍ د درملنې د روغتون په بیړنۍ څانګه کې وضعیت دومره خراب دی چې د ناروغانو د کورنۍ غړي له محافظتي وسایلو پرته د خپل مریضانو پالنې ته اړیږي. دا د افغانستان د روغتیایي سیستم خراب وضعیت ښيي.

https://p.dw.com/p/3fbKp
Afghanistan Kabul | Coronavirus | Angriff auf Krankenhaus
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/R. Alizadah

د ناروغانو د کورنۍ غړي چې ډیری یې یوازې یو ماسک لري، د بسترونو تر څنګ د خپلو خپلوانو د پالنې له پاره ولاړ وي. په خبره یې له دې پرته ځکه بله چاره نه لري چې رغتون د ناروغانو د پالنې له پاره کافي کارکوونکي نه لري.

د ناروغانو تر څنګ د  کورنۍ یو نزدې غړی ولاړ وي ځکه ویره لري چې د ناروغ د اکسیجن ډبه به یې غلا شي. دا ویره ځکه موجوده ده چې د افغانستان په روغتونونو کې د اکسیجن د ډبو په ګډون د ناروغانو له پاره د اړینو ټولو توکو کمښت موجود دی.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د «افغان جرمن ۱۰۰ بستریزه روغتون» په دې ولایت کې د کرونا د ناروغانو د درملنې له دوو روغتونونو څخه یو دی. له دې کبله چې څو میاشتې مخکې ډیرو ډاکټرانو په کرونا د اخته کیدو له کبله خپلې دندې پریښودې، نو اوس ډیر تازه فارغ شوي ډاکټران له کرونا سره د مبارزې په برخه کې په کار بوخت دي.

د افغان جاپان روغتون په بیړنۍ څانګه کې یوازې ۱۳ بستره موجود دي چې پکې په کووید – ۱۹ اخته ناروغان چې وضعیت يې ډیر خراب دی بستري دي. یوازې څو تنه یې له «وینتلیتور» یا د مصنوعي تنفس له ماشینونو سره وصل دي، پاتې ناروغان بیا د اکسیجن د ډبو په مرسته تنفس کوي.

اسدالله چې پلار یې په دې روغتون کې بستري دی، وايي چې څو شپې باید ویښ پاتې وای ترڅو ډاډمن شي چې څوک یې د پلار له پاره ځانګړې شوې د اکسیجن ډبه نه غلا کوي. وایي کله یې چې د پلار حالت ډیر خراب وو، نو د یوه بل ناروغ يو دوست ورته راغی او و یې ګواښه.

اسدالله چې پلار یې د کووید – ۱۹ ناروغۍ له کبله د پنجشنبې په ورځ ومړ وايي: «هغه راته ویل چې پلار دې د مړ کیدو په حال کې دی... نو په داسې وضعیت کې مې څرنګه پلار یوازې پریښی وای.»

د ۴۲ کلن عبدالرحمان مور چې ۷۰ کاله عمر لري هم په ښه وضعیت که نه ده. هر ځل چې یې مور وټوخیږي، نو دی یې ملا مالش کوي. عبدالرحمان هم د روغتون له خراب وضعیت څخه سر ټکوي. د روغتون په بیړنۍ څانګې کې د نورو ناروغانو وضعیت هم ډیر خراب دی.

د روغتون د مشر حکیم الله صالح، له پاره بیا هر روغتیایي کارکوونکی یو اتل دی ځکه په خبره یې هغوی ځان په خطر کې اچوي چې د نورو پالنه وکړي. وایي کارکوونکي یې د مسلکي ستونزو تر څنګ له نورو ننګونو سره هم مخامخ دي، د بیلګې په توګه د ناروغانو له قهرجنو خپلوانو سره چې تور لګوي روغتون یې د ناروغانو سمه پالنه نه کوي.

د روغتون یو ډاکټر جواد نورزی نومیږي چې اصلي دنده یې جراحي ده. هغه د خپلې اصلي دندې تر څنګ د ورځې ۶۰ نورو ناروغان هم معاینه کوي او نور ځوان ډاکټران هم روزي. ۳۲ کلن نوروزي په ۲۰۱۳م کال کې خپلې زده کړې پای ته رسولي او تر هغه وروسته یې له افغان – جاپان روغتون سره کار پیل کړ چې ډیرو پخوانیو کارکوونکو د کرونا ویروس له ویرې خپلې دندې پریښودې.

د کار په جریان کې بیا هغه او د کورنۍ څو غړي یې په کرونا ویروس اخته شول، خو وایي چې له نیکه مرغه ټول اوس ښه شوي دي.

په کابل کې د کووید – ۱۹ ناروغانو د درملنې بل روغتون د پاکستان له خوا تمویل شوی د علي جناح شفاخانه ده. دغه روغتون د افغان – جاپان په پرتله لږ تجهیزات لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو میاشتو کې تر ۱۷۰۰ ډیر روغتیایي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې هیواد رسمي شمیري ښيي چې تر اوسه پورې پکې نزدې ۳۵۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۰۹۴ تنو بیا د دې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو اصلي شمیرې ښايي تر دې ډیرې زیاتې لوړې وي ځکه په افغانستان کې ډیر اخته کسان د کرونا ټیست نه ترلاسه کوي او له همدې کبله په رسمي شمیرو کې نه شاملیږي.

د روغتيا نړیوال سازمان ګواښ کړی دی چې افغانستان د بشري ناروین په درشل کې دی ځکه په دې هیواد کې حکومت د شاوخوا ۸۰ سلنه کرونا ویروس واقعاتو د آزموینې توان نه لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې په ورځ کې د یوازې ۲۵۰۰ آزموینو ظرفیت لري دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت هره ورځ د لسو او شلو زرو تر منځ کسانو د آزموینو غوښتنه کوله.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په افغانستان کې د هرو ۳۵۰۰ کسانو له پاره یوازې یو ډاکټر موجود دی. پر دې سربیره نړیوال سازمانونه ګواښ کوي چې د کرونا ویروس اقتصادي اغیزې به هم پر افغانستان ډیرې ناوړې پایلې پریږدي دا ځکه چې همدا اوس د دې هیواد ۱۲،۴ میلیونه اوسیدونکي د خوراکي موادو له کمښت سره لاس او ګریوان دي.

(MS/NZ (APE