1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان: «نامعلومې باکتريا» ۱۲ نوي زيږيدلي ماشومان وژلي

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

د چارواکو په حواله د شمال ختیځ ولايت پنجشير په ايمرجنسي روغتون کې د يوې «نامعلومې باکتريا» له وجې ۱۲ نوي زيږيدلي ماشومان مړه شوي دي. چارواکي وايي د باکتريا د ډول د معلومولو په موخه یې څيړنې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/37gSi
Kranke Frauen in Afghanistan
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د خبري آژانس په حواله د ايمرجنسي د غير دولتي ټولنې د افغانستان د پرو گرام همغږي کوونکي ديجان پانک، وويل چې دا ټول ماشومان په عنابه ولسوالۍ کې د يکشنبې په ورځ د سهار د اتو او د شپې د دولسو بجو ترمنځ مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې د روغتون د نويو زيږيدلو ماشومانو په برخه کې مړو شويو ټولو دغو ماشومانو يو ډول علايم درلودل. نوموړي وویل چې د نورو دوو ماشومانو روغتيايي وضعيت هم د انديښنې وړ دی. ويل شوي چې د باکتريا د ډول د معلومو په موخه څيړنې پيل شوي دي. پانک زياته کړه: «د روغتون د نوي زيږيدلو برخه تړل شوې ده.»

هغه دا هم وویل چې د باکتريا د ډول د تشخيصولو له پاره بیلګې اخيستل شوي دي.

ايمرجنسي روغتون په لومړي ځل په ۱۹۹۹ کال کې په عنابه ولسوالۍ کې د يوه صحي مرکز په توگه پرانيستل شوی وو او له هغه وخت راهيسې یې خپله د کار ساحه نورو ولايتونو ته هم پراخه کړې ده او دمگړۍ د ۶،۲ ميليونه افغان ماشومانو درملنه کوي.