1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

افغانستان لومړی توپ وهنه کوي، ټاس پاکستان وګټه

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان کريکټ لوبډله نن د اسیا جام سیالیو په دویم پړاو کې د پاکستان له لوبډلې سره مخامخېږي. د پاکستان لوبډلې د ټاس تر ګټلو وروسته افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه

https://p.dw.com/p/4GX09
Vereinigte Arabische Emirate T20 World Cup Cricket Afghanistan vs Schottland
انځور: Aijaz Rahi/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

افغانستان لومړی توپ وهنه کوي، ټاس پاکستان وګټه

Cricket I ICC Men's T20 World Cup - Super 12 - Pakistan v Australia
انځور: Hamad Mohammed/REUTERS

د افغانستان کريکټ لوبډله نن د اسیا جام سیالیو په دویم پړاو کې د پاکستان له لوبډلې سره مخامخېږي. د پاکستان لوبډلې د ټاس تر ګټلو وروسته افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. دغه سیالي د افغانستان پر وخت ۶نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کريکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي دي چې افغان لوبډله نننۍ سیالۍ ته بشپړ چمتووالی لري.

UAE Cricket | Sri Lanka vs Afghanistan
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

افغان لوبډلې د روانو سیالیو  په دوهم پړاو کې لومړۍ لوبه پر سریلانکا وبایلله. افغانستان له پاکستان وروسته د پنجشنبې په ورځ له هند سره هم لوبه لري.

له پاکستان سره نننۍ سیالۍ ته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

کرکیټ: افغانستان او پاکستان د دریم مقام له پاره سره لوبه کوي

ستاسې په نظر دغه سیالۍ به څوک وګټي؟

 

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.