1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له بنگله دېش سره لومړۍ ټيسټ لوبه وگټله

۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له بنګله دیش سره په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۲۲۴ منډو ماتې ورکړه. که څه هم لوبه تر ډیره بریده باران وځنډوله خو لوبډلمشر راشد خان خپله لوبه د بریا ډګر ته ورسوله.

https://p.dw.com/p/3PHsw
Bangladesch Cricket Testspiel Bangladesch vs. Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/STR

افغانستان له بنګله دیش څخه یوازینۍ ټیسټ لوبه د ۲۲۴ منډو په توپیر وګټله. د پنجشنبې په ورځ د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته افغانستان پخپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په اول اننګز یا پاڼۍ کې یې ۳۴۲ منډې وکړې. په ځواب کې د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۲۰۵منډو وسوځیده او په دې ترتیب افغانستان پر خپلې سیالې لوبډلې ۱۳۷ منډې برلاسی وو.

افغانستان په خپله دوهمه پاڼۍ کې بیا ۲۶۰ منډې وکړې چې په ځواب کې یې بنګله دیشي توپ وهونکي یو ځل بیا د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګ نه شول او ټول لوبغاړي یې تر ۱۷۳ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.

د لوبې په وروستۍ ورځ څو وارې لوبه د باران له کبله ودریده او داسې انګیرل کیده چې ښایي دغه بریا د افغانستان په برخه نه شي.

راشد خان، د نړیوال جام سیالیو تر ختمیدو وروسته تر ډیرو ناندریو وروسته د درو سره فارمیټونو له پاره (ټیسټ لوبې، پنځوس اوریزې او شل اوریزې) کپتان وټاکل شو. د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې که څه هم ځینې ټیمونه له سخت چلینج سره مخامخ کړي ول، خو کومه لوبه یې نه وه ګټلې.

د بنګله دیش پر وړاندې لوبه کې لوبډلمشر راشد خان، چې په ډیر لږ وخت کې یې ځانګړی شهرت موندلی په دواړو پاڼیو کې یوولس ویکټې (لومړی اننګز ۵ دوهم اننګز ۶) واخیستي.

Bangladesch Cricket Testspiel Bangladesch vs. Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/STR

پر راشد خان سربیره محمد نبي او ظاهر خان هم ښه وځلیدل. محمد نبي د دغې لوبې وروسته له ټیسټ لوبو څخه خپله تقاعدې اعلان کړې.

په دغه ټیسټ لوبه کې رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې سلیزه وهي. په لومړي اننګز کې پخوانی کپتان اصغر افغان له سلیزې څخه یوازې ۸ منډې وروسته وو چې د تاج الاسلام په توپ کیچ اوټ شو.

همداشان راشد خان په لومړي اننګز کې هم ۵۱ منډې وکړي. اصغر افغان په دوهم اننګز یا پاڼۍ کې هم پنځوسیزه ووهله. پر دې سربیره ابراهیم ځدراڼ په دوهم اننګز کې ۸۷ منډې وکړې.

د بنګله دیش له لوري په توپ اچونه کې تاج الاسلام په لومړنۍ پاڼۍ کې د افغانستان څلور او شکیب الحسن په دوهمه پاڼۍ کې درې لوبغاړي وسوځول. په توپه وهنه کې د بنګله دیش کوم لوبغاړي په انفرادي ډول د مومن الحق پرته کومه پنځوسیزه ونه وهله.

افغانستان په ۲۰۱۷م کې د کریکټ دریځ تر لاسه کړ او تر اوسه یې د بنګله دیش په شمول درې لوبې کړي دي. په پرتلیزه توګه بنګله دیش په ټوله که ۱۱۴ ټیسټ لوبې کړي دي. که څه هم د بنګله دیش لوبډلې له ۱۱۴ څخه یوازې ۱۳ لوبې ګټلي دي، خو په وروسیتو څو کلونو کې یې په خپلو لوبغالو کې له لسو لوبو څخه پنځه ګټلي دي چې په دغه ډله کې له آسترالیا او انګلستان څخه د لوبو ګټل شامل دي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر هند بایللې وه او د آیرلنیډ او بنګله دیش څخه یې خپلې لوبې ګټلي دي.