1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له استرالیا سره لوبه لري؛ ایا ګټلی یې شي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

افغانستان د کريکټ نړیوال جام د تیر جام له اتل استرالیا سره په لوبه پیلوي. که څه هم استرالیا د افغانستان په پرتله پیاوړې ده خو مبصرین وایي چې په ځینو برخو کې د افغان لوبغاړو ښه ځلیدل د هغوی د بریا چانس ډیرولی شي.

https://p.dw.com/p/3JZZ5
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

افغانستان او استرالیا تر اوسه پورې دوې نړیوالې لوبې کړي: دواړي یې استرالیا ګټلي دي. په داسې حال کې چې استرالیا د تیر نړیوال جام اتله لوبډله ده او په روان جام کې له خپلې اتلولې دفاع کوي، افغانستان بیا تر دې مخکې یوازې یو وار په پنځوس اوریز نړیوال جام کې لوبیدلی دی. په تیر نړیوال جام کې افغانستان استرالیا ته د ۲۷۵ مڼدو په لوی توپیر لوبه بایللې وه.

که څه هم د کریکټ افغان مبصرین د دواړو لوبډلو تر منځ د دغو توپیرونو په پام کې نیولو سره مني چې د افغانستان د بریا چانس کم دی، خو هغوی ټینګار کوي چې د افغان لوبغاړو بریا ناممکنه نه ده.

د افغانستان د بریا چانس څومره دی؟

د کریکټ افغان مبصر یحیی یعقوبي، وايي چې افغان لوبغاړي د بریا یوازې ۳۰ سلنه چانس لري، خو هغه روښانوي چې د ګلبدین نایب لوبډله کولی شي د ځینو اقداماتو له لارې د خپلې بریا چانس ډیر کړي.

یعقوبي وايي: «که چیرې اوپنرانو او یا تر هغې وروسته لوبغاړي لوبه وشوه کړای [ډیرې منډې یې جوړې کړې] نو وروستي لوبغاړي هم بیا ښه لوبه کوي او چیري داسې نه وي نو بیا وروستي لوبغاړي هم خپله روحیه له لاسه ورکوي.»

د کریکټ بل افغان مبصر مشتاق رحیم، په دې نظر دی چې که د استرالیا پر وړاندې لوبه کې شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی خپله طبیعي تیزه او بریدګره لوبه وکړي، نو د لوبې بهیر د افغانستان په ګټه بدلیدای شي.

Australien vs Afghanistan  Mar 04, 2015 ICC Cricket World Cup
افغانستان د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې له استرالیا څخه په لوړ توپیر ماته خوړې وه.انځور: Getty Images/AFP/G. Wood

د ډګر ساتنې پیاوړي کول

افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او له کوربه هیواد انګلستان څخه یې ماتې وخوړله. په دغو دواړو لوبو کې د افغانستان پر ډګر ساتنې باندې نیوکې وشوي. رحیم او یعقوبي ټینګار کوي چې افغانستان باید په دې برخه کې خپله لوبه لا پسې بیاوړې کړي.

رحیم وایي: «د افغانستان په څیر نوي ټیمونه چې په نړیوال ډګر کې د ځلیدو په هڅه کې وي دې ته اړتیا لري چې په بیټنګ او بالینګ کې خپلې تخنیکي کمبودۍ، په فیلډینګ کې جربان کړي.»

توپ اچوونه

د انګلستان پیچونه، چېرې چې نړیوال جام روان دی، تر ډیره بریده پورې تیزو توپ اچوونکو ته مناسب دي. خو افغانستان بیا د تیزو توپ اچوونکو له خلا سره مخامخ دی او پر ځای یې بیا د نړۍ په کچه ښه ورو توپ اچوونکي لري. کارپوهان په دې نظر دي چې افغان لوبډله باید له محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان ځدران څخه په تدبیر استفاده وکړي او په دې ترتیب سره د تیزو توپ اچوونکو خلا ډکه کړي.

که څه هم د افغانستان تکړه تیز توپ اچوونکی حمید حسن، تر څو کلونو وروسته یو ځل بیا یو ورځینو نړیوالو لوبو ته ستون شوی، خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې هغه کولای شي د پخوا په څیر ښه توپ اچوونه وکړي او که نه. مشتاق رحیم ټینګار کوي چې د ورو توپ اچوونکو تر څنګ باید تیز توپ اچوونکي هم ښه وځلیږي: «زموږ تیز توپ اچونه باید له ډیرې قوي ستراتیژۍ سره میدان ته ښکته شي.»

د سیالې لوبډلې د وړتیاو له پامه نه غورځول

مشتاق رحیم ټینګار کوي چې لوبغاړي باید د خپلې سیالې لوبډلې وړتیا په یاد ولري: «دا باید هیره نه کړو چې استرالیا یو له هغو درو ټیمونو څخه دی چې د نړیوالو او د افغان مبصرینو په اند لږ تر لږه نیمه پای لوبې ته رسیږي او ښایي آن نړیوال جام وګټي.»

رحیم له همدې کبله ټینګار کوي چې افغان مینه وال او لوبغاړي باید خپل توقعات مدیریت کړي او پر «ښې لوبې کولو باندې تمرکز» وکړي. هغه زیاتوي: «ښه لوبه کول کیدای شي په راتلونکي کې له پاکستان، سریلانکا، ویسټ انډيز او بنګله دیش سره د لوبو پر مهال د افغان لوبډلې په احتمالي بریا کې مرسته وکړي.»

سید ریاض