1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ـ پر اندیښنو سربیره ټاکنيز کامپاين پیل شو

۱۳۹۷ مهر ۶, جمعه

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د پارلماني انتخاباتو مبارزې پیل شوې. له بلې خوا د امنیت او درغلیو په اړه اندیښنو دا پوښتنه رامنځ ته کړې ده چې ایا ټاکنې به پر اعلان شوي نیټې ترسره شي، که نه؟

https://p.dw.com/p/35cdC
Wählerregistrierungszentrum in Afghanistan
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Mominzadah

د اکتوبر مياشتي د ۲۰مې نیټې له پاره په پلان شویو پارلماني ټاکنو کې به تر ۲۵۰۰ ډیر نوماندان د پارلمان د څوکیو له پاره سیالي وکړي. دغو ټاکنو ته په راتلونکې کال کې د پلان شویو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د یوې آزموینې په سترګه کتل کیږي.

خو د ټاکنو بهیر له میاشتو راهیسې له ستونزو سره مخامخ دی. بیروکراتیکې ستونزې، د درغليو تورونه او په وروستۍ شیبه کې د بایومتریک سیستم د کارولو پریکړې پر ټاکنو د خلکو اعتماد او شفافیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په کابل کې یوه بهرني دیپلومات د فرانسې خبري آژانس ته په روانه اوونۍ کې وویل چې دغه ټاکنې به «په لوړه کچه ستونزې» ولري. په کابل کې میشت د نورو هیوادونو استازي چې د دې ټاکنو د مالي لګښت ډیره برخه یې پر غاړه اخیستې، د دغه بهیر په اړه خوشبینه نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وار وار سره ټینګار کړی دی چې ټاکنې به له بایومتریک سیستم او یا هم بې له هغه د پلان له مخې ترسره شي. چارواکي وایي چې تر اوسه پورې د ۲۲۰۰۰ بایومتریتکو الو چې ورته اړتيا ده، یوازې ۴۴۰۰ یې افغانستان ته رسیدلې دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې څخه علي یاور عادلي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «هغوی [د بایومیتریک پیژندنې] ژمنه کړې او کیدای شي چې هغوی دا کار و هم کړي. خو ایا دا کار به [د درغلیو په اړه] د اندیښنو په له منځه وړلو کې بریالی وي؟ زه یې په اړه شک لرم.»

هغه زیاته کړه: «دا کار کیدای شي لا ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي.»

Fingerabdruck auf Bordkarte
علي ياور عادلي د بايومتريک سيستم په اړه وايي چې «دا کار کیدای شي لا ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي.»انځور: Getty Images/D. Einsel

د افغانستان د پارلمان د ۲۴۹ څوکیو د ترلاسه کولو له پاره ۲۵۶۵ نوماندان سره سیالي کوي. د هغوی له ډلې څخه ۳۵ یې د بیلابیلو تورونو له کبله له نوملړ څخه ایستل شوي دي.

په نوماندانو کې ډیر پخواني وکیلان، دي خو یو شمیر نور یې بیا د پخوانیو جنګسالارانو، پانګوالو او خبریالانو په ګډون داسې کسان دي چې غواړي د لومړي ځل له پاره سیاست ته ننوځي.

۲۶ کلنه مریم سما پخواني خبریاله ده او له کابل ولایت څخه يې ځان نومولی. هغه وایي: «پارلمان باید د خلکو کور وي، خو اوس زموږ پارلمان د مافيايي شبکو، فساد او هغو کسانو په ځای بدل شوی چې پخپلو ګټو پسې دي.»

هغې زیاته کړه: «یوازې ځوانان کولی شي چې دغه وضعیت بدل کړي.»

له تیوري لحاظه په افغانستان کې ځوان نوماندان د بریا ډیر چانس لري ځکه دغه هیواد د نړۍ یو له ډیرو ځوانو هیوادونو څخه بلل کیږي. خو ډیر شمیر ځوانان د پخوانیو زړو نوماندانو له سخت رقابت سره مخامخ دي ځکه هغوی له ډیرې مودې راهیسې د سیاست په ډکر کې پاتې شوي، ډیرې پیسې او اړیکې لري.

نړیواله ټولنه هم غواړي چې د افغانستان ټاکنې د ژنیو تر غونډې مخکې ترسره شي. ملګري ملتونه وایي چې افغان حکومت او نړیوال ملاتړې یې باید په دې غونډه کې پرمختګ وښيي. خو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې بریدونو وښوله چې ټاکنې کیدای شي د افغانستان د راروانو ولسمشريزو ټاکنو له پاره یوه خونړۍ تجربه وي.

شاوخوا ۵۴۰۰۰ افغان امنيتي ځواکونه به د رای اچونې د نزدې ۵۰۰۰ مرکزونو امنیت وساتي. ۲۰۰۰ نور مرکزونه به د امنیتي لاملونو له کبله تړلي پاته وي. د ټاکنو امنیت نیول ځکه یوه ستونزمنه موضوع ده چې طالبانو او ترهګرې ډلي داعش ژمنه کړې ده چې پر دغو مرکزونو باندې بریدونه وکړي.

دغو ټولو ستونزو ته په کتو سره په کابل کې د ټاکنو یوه بهرني څارونکي وویل چې «دا به ښه وي چې ټاکنې تر ولسمشریزو انتخاباتو پورې وځنډول شي». هغه زیاته کړه: «که پر بهیر باندې اعتماد موجود نه وي نو تاسو څرنګه کولی شي چې پایله ومنئ.»

په دې انځوريز البوم کې د ۲۰۱۴م کال ټاکنيزو کمپاينونو د لمړۍ ورځ انځورونه ليدلی شئ!