1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: هیڅ شخصي لابراتوار د کرونا د آزموینی اجازه نه لري

۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعه

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت اعلان کړی دی چي په کرونا ويروس د اخته کسانو شمير ۲۲ او ۷ ولايتونو ته رسيدلی دی. دغه وزارت وايي چي هيڅ شخصي لابراتوار او يا هم روغتون د کرونا ويروس د آزمويني اجازه نه لري.

https://p.dw.com/p/3ZdG0
Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چي د کرونا مثبتي پيښې ۲۲ ته رسيدلي. د عامي روغتيا د وزارت وياند وحيدالله مايار وويل چي په مرکزي لابراتوارونو کي د کرونا ويروس۳۴۰ مشکوکي پيښې تر آزمويني لاندي نيول سوي چي په هغو کي ۲۲ پيښې مثبتي ښودل سوي.

مايار زياته کړه: «د ۴۵ نورو سمپلونو آزموينه ادامه لري چي نتيجه به يې ډير ژر اعلان سي.»

په کرونا باندي د اخته کسانو د شمير په هکله شکونه

ډير کسان په تيره بيا د افغانستان د پارلمان استازي ددغو شميرو د ورکولو په هکله شک او ترديد لري او داسي گومان کوي چي د اخته کسانو شمير تر دې هم زيات دی. په خاص ډول دې ته په کتو سره چي هره ورځ په زرو افغان مهاجر له کرونا ځپلي هيواد ايران څخه راستنيږي.

په افغانستان کي د مهاجرو او راستنيدونکو چارو وزارت وياند دويچه ويلي ته وويل چي هره ورځ ۱۰۰۰کسان افغانستان ته راداخليږي. دا په داسي حال کي چي په تيرو ۲۰  ورځو کي ۷۰ زره مهاجر له ايران څخه افغانستان ته ستانه او يا هم اخراج سوي دي.

په دې ترڅ کي بيا په افغانستان کي ځينو روغتونونو او خصوصي لابراتوارونو د کرونا د پيښو آزمويني پيل کړي دي. د روغتيا وزارت وايي چي دغه روغتونونه او خصوصي لابراتوارونه، که څه هم چي د ويروس د آزموينو اجازه نه لري، خو  له خلکو ۳۰۰۰ افغانۍ تر لاسه  او دغه ډول آزمويني  تر سره کوي.

د روغتيا وزارت وياند ټينگار کوي چي حتي د هغوی وزارت لا د روغتيا د نړيوال سازمان له اجازې پرته ددغه ويروس د آزمويني او يا هم د هغه له پاره د لابراتوارونو د جوړولو حق نه لري.

دغه وزارت خبرداری ورکوي چي له هر هغه لابراتوار او خصوصي روغتون سره چي د کرونا ويروس د آزمويني اقدام کوي، جدي چلند به ورسره وسي.

وحيدالله مايار په دې اړه زياتوي: »د عامي روغتيا وزارت هيچاته اجازه نه ورکوي چي د کرونا ويروس د تشخيص په پلمه، د خلکو په سترگو کي خاوري واچوي.»

له بلي خوا د افغانستان د عامي روغتيا وزارت پر سُست کار باندي انتقادونه هم مخ پر زياتيدو دي. د دوشنبې په ورځ په لسونو کسان چي د کوويد-19 ناروغي گومان ورباندي کيده، په هرات کي د هغو له پاره ځانگړي سوي روغتون څخه وتښتيدل.

په اوس وخت کي په هرات کي د کرونا ۱۳، په سمنگان کي ۳، په لوگر کي دوې او د  بادغيس، کاپيسا، بلخ او دايکندي ولايتونو کي يوه يوه پيښه ثبت سوې ده.