"افغانستان سره ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته کوو"
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبهد استرالیا لومړۍ وزیري جولیا گیلارد ویلي دي، چي هیواد به ئې له ۲۰۱۵ کال وروسته د درو کلونو له پاره افغانستان ته د کاله۱۰۰میلیونه ډالره ورکړي چي د دغه هیواد امنیتي ځواکونو وشي کولای ځانونه د انتقال له دورې سره عیار کړي.
اوس مهال استرالیا په افغانستان کي شاوخوا ۱۵۵۰ سرتیري لري چي په ارزگان ولایت کي د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.
استرالیا تیره میاشت اعلان وکړ چي له افغانستان څخه به خپل ځواکونه په ۲۰۱۳ کال کي راوباسي. دا د ناټو له ټاکل شوي پلان څخه یو کال مخکي وخت وو خو بیا وروسته د استرالیا حکومت اعلان وکړ، چي ځواکونه به ئې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري جگړې ته جمتو وي.
د استرالیا لومړۍ وزیرې وویل چې افغانستان به د ۲۰۱۴ کال په پای کي خپل امنیتي مسئولیتونه پخپله پر غاړه ولري. خو د هغې په خبره په دې وخت کي به هم په افغانستان کي د نړیوالو ځواکو دنده پای ته و نه رسیږي:
«د دې له پاره چي امنیتي لاس ته راوړني وساتل شي، افغان امنیتي ځواکونه به دوامداره ملاتړ او مرستو ته اړتیا ولري.»
د استرالیا لومړۍ وزیري وویل، چي په افغانستان کي سوله او ثبات د استرالیا په گټه دي، ځکه نو هیواد ئې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي:
«استرالیا د انتقال تر دورې وروسته د افغانستان په ثبات او امنیت کي خپلي ملي گټي ویني. دا چې موږ د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوو د دغو گټو ښکارندويي کوي.»
د استرالیا لومړۍ وزیري دغه راز وویل چي هیواد به ئې په افغانستان کي د خپلو یو شمیر خاصو ځواکونو د ساتلو په اړه هم فکر وکړي. هغې زیاته کړه چي استرالیا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د روغتیا او زده کړو په برخو کي هم ځیني پرمختیايي پروژې تر لاس لاندي ولري.
د گیلارد په خبره دغه ژمني به له ولسمشر کرزي سره د استرالیا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک سند د لاسلیکولو پر مهال رسمي بڼه خپله کړي. استرالیا سږ کال پخپله بودجه کي په افغانستان کي د خپلو عملیاتو له پاره ۱،۲۹ میلیارده ډالر ځانگړي کړي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل