افغانستان زیمبابوې ته ماتې ورکړه
۱۳۹۳ تیر ۳۱, سهشنبهد افغانستان د کرکیټ لوبډلې ټاس یا پچه وگټله او د زیمبابوې د کرکیټ لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د زیمبابوې لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۱ منډې وکړې. که څه هم په لومړي سر کې د زیمبابوې لوبډلې لومړنۍ وېکټه د ۳۶ په مجموعي منډو ولویده، خو د دویمې ویکټې تر منځ شراکت ډیر وو.
د زیمبابوې له لوري تر ټولو زیاتې منډې هېملتون مساکدزا، جوړې کړې. هغه د نهو څلوریزو او دوه شپږیزو پر مټ ۸۴ منډې وکړې. د زیمبابوې له لوري د ټایلر ۵۳ او د ویلمز ۴۹ منډې هم د پام وړ وې.
افغان بالرانو یا توپ اچونکو افتاب عالم او دولت ځدراڼ د مخالفې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي او شرف الدین اشرف او محمد نبي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر دې دمخه د افغانستان او زیمبامبوې د لوبډلو تر منځ دوه یوه ورځنۍ لوبې تر سره شوي دي چې دواړه زیمبابوې گټلي دي. په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې به د داړو لوبډلو تر منځ یوه پنځوس اووریزه او دوه څلور ورځنۍ لوبې تر سره شي.
د ۲۶۱ منډو په تعقیب د افغانستان لوبډلې منډو جوړولو ته ملا وتړله او ډیره ښه لوبه یې وکړه. د افغانستان لومړنۍ وېکټه د ۸۳ په مجموعي منډو ولویده. دوهمه وېکټه هم د ۸۳ په مجموعي منډو ولویده او افغان لوبغاړو په کرار کرار لوبه کابو کړه. په وروستیو اوورونو کې د افغانستان څو لوبغاړي وسوځیدل او یو ځل بیا افغان لوبډله، له مشکل سره مخامخ بریښده. خو دولت ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ د وروستي اوور پر څلورم توپ لوبه وگټله. په ۷ توپونو د دولت ځدراڼ ۲۴ منډې د پام وړي دي چې د ننۍ لوبې په بریا کې یې غټ لاس درلود. هغه په اوو توپونو ۴ شپږیزې ووهلې.
دا دوهم ځل دی چې د افغانستان لوبډله د کرکیټ د شوری د یوه بشپړ غړي لرونکي هیواد ته ماتې ورکوي. تر دې دمخه افغانستان د بنگله دیش لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
د افغان لوبډلې له لوري د جاوید احمدي ۵۶، د عثمان غني ۴۳، محمد نبي ۴۲، د سمیع الله شنیواري ۴۱ او د ناصر جمال ۲۸ منډې د پام وړ وې. په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ د جولای میاشتې پر ۲۴مه نیټه څلورمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شي.